لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کونړ په ماڼوگی ولسوالئ د حکومت د مخالفینو حمله ،شپږ مړه    - 2004-08-31


افغاني مقامات وایی امریکایی جنگی الوتکو د پاکستان سره سرحد ته نژدې په یوه گوښه کلي باندی وروسته له هغه بمبارۍ وکړې چی مشکوکو یاغی طالبانو په یوه محلی حکومتی دفتر باندی حمله وکړه .

محلي مامورین وایی د کنړ د ولایت د ماڼو گي د ولسوالي په حکومتي ودانۍ باندی په دوشنبې د راکټو نو ډزی وشوې. دوی وایی پولیسو په سپکو وسلو جواب ورکړ مگر وروسته امریکایی الوتکو بمبارۍ شروع کړې .

د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور وویل په دې بمباریو کی لږ تر لږه شپږ کسه مړه او نهه تنه نور زخمی شوي دي . مگر په کابل کی امریکایی اردو ویلی دي سمدستی د هوایی حملې یا د مړو او زخمیانو په باره کی څه نه شی ویلای .

یاغی طالبانو په دې وروستیو وختو کی په یولړ حملو پیل کړی چی هدف یې د اکتوبر په نهمه د جمهوری ریاست د انتخاباتو گډ وډ کول دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG