لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه اوس هم په بیسلان کی  د یرغمل نیولو د وروستی پیښی قربانیان را اوباسی  - 2004-09-04


روسیه اوس هم په بیسلان کی د یرغمل نیولو د وروستی پیښی قربانیان چی د جمعی په ورځ یی محاصره ختمه شوه را اوباسی او دا محاصره د پوځی روسی عسکرو او یرغمل نیونکو تر منځ د سختو نښتو او ډزو نه وروسته ختمه شوه. د روسیی په جنوب کی د بیسلان د ښار اوسیدونکی د قربانیانو لست لټوی او دعا کوی چی خپل خپلوان یی ژوندی وی . په محلی روغتونونو کی ټوله شپه د زخمی کسانو علاج روان و خو پدی اړه نور تفصیلات ندی ورکړ شوی . په وروستیو رپوټونو کی د مړو شمیر دری سودوه ایشت تنه ښودل شوی چی ویل شوی نیمایی یی ماشومان دی . روسی مامورین وایی چی اووه ایشت تنه یرغمل نیونکی یاغیان وژل شوی چی په هغو کی عربان هم شامل دی . د جمعی په ورځ کله چی په ماڼی کی دننه د چاودنو اوازونه واوریدل شول او روسی عسکرو پر دغه مکتب برید وکړ اووه سوه تنه پکی زخمی شول . چی ویل شوی پدوی کی د زیاترو حالت ډیر خراب دی . دا واقعه د چهار شنبې په ورځ هغه وخت پیل شوه چی یاغیانو په زور دی ښوونځی ته ننوتل او د ماشومانو ،ښوونکو او د زده کونکو د میندو پلرونو په شمول یی دولس سوه تنه په یرغمل ونیول. روسی مامورین وایی دوی وروسته له هغی پوځی برید وکړ چی په ښوونځی کی دننه چاودنی وشوی . دی ښونځی ته په سلهاو کسان ددی دپاره هم راغلی و چی د ښونځی د پیل لومړی ورځ وه او پدی ویاړ یو محفل جوړ شوی و. د روسیی جمهور ریس ولادیمیر پوتین نن دشنبې په ورځ د پیښی ځای ته ورغی تر څو ټولو حالات په خپلو سترگو وگوری هغه د شمالی اوسیتیا د سرحدونو د بندولو امر کړی تر څو روسی قواوی د هغو یاغیانو پلټنه وکی چی د پیښی نه د ډزو په وخت وتښتیدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG