لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د جمهوری ریاست د پاره ددوو کاندیدو مرستیالانو تر منځ مناظره  - 2004-10-06


پرون د امریکا د جمهوری ریاست د پاره ددوو کاندیدو مرستیالانو تر منځ په مناظره کی د افغانستان د جمهوری ریاست انتخاباتو او د تروریستانو د مشر اسامه بن لادن د پیدا کیدو پلټنو ډیر مهم نقش درلود . د جمهور رئیس مرستیال ډیک چینی وویل د افغانستان د انتخاباتو نه دا څرگندیږی چی د جمهور رئیس بوش د حکومت پالیسی کامیابه ده . هغه دې ته اشاره وکړه چی تقریبا لس ملیون افغانانو د رایگیرۍ د پاره خپل نومونه ثبت کړی دي چی په دې راتلونکې شنبې به ورته حاضریږی او دا ددې ثبوت دی چی دیموکراسی به په افغانستان کی کامیابه کیږی . مگر مخالف کاندید جان ایډورډز دا خبره رد کړه او ویی ویل چی د افغانستان زیاتره سیمی لا نا آرامي دي او ځیني یې د جنگ سالارانو تر لاس لاندی دي . هغه دا هم وویل چی د عراق جگړې د اسامه بن لادن د پیدا کیدو هلي ځلي کمزوری کړی دي او د امریکا پر حکومت یې انتقاد وکړ چی ددې پرځای چی په ٢٠٠١ کال کی بن لادن په توره بوره کی د امریکا یی قواو په زور ونیسی دا کار یې خپله افغاني جنگ سالارانو ته وسپاره . ښاغلي چینی وویل چی د بوش حکومت به د ضرورت تر حده د بن لادن او نورو تروریستانو د پیدا کیدو هلو ځلو ته دوام ورکړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG