لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان حکومت وایی پرون چی د جمهوری ریاست  د کاندید مرستیال په مقابل کی مرگانۍ حمله وشوه ډیر امکان لری چی دهغې شاته دی د مخدره موادو قاچاق بران وو نه طالبان یا القاعده  - 2004-10-07


د افغانستان حکومت وایی پرون چی د جمهوری ریاست د کاندید مرستیال په مقابل کی مرگانۍ حمله وشوه ډیر امکان لری چی دهغې شاته دی د مخدره موادو قاچاق بران وو نه طالبان یا القاعده . په دې حمله کی دوه کسه مړه او لږ تر لږه پنځه کسه نور هغه وخت زخمیان شول چی حمله کونکو په فیض آباد کی د احمد ضیا مسعود د موټرو کاروان ته یو بم وچاود . رپوټونه وایی چی د طالبانو یوه نطاق ویلی دي چی دا کار دوی کړی دی . مگر د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی وایی د هغو شواهدو نه چی تر اوسه پوری تر لاسه شوی دی داسی ښکاری چی حمله کونکي په افغانستان کی د مخدره موادو د مافیا د ډلو یوه برخه وه . پرون په افغانستان کی د جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزې وروستۍ ورځ وه . مامورینو خبر داری ورکړی چی د انتخاباتو په ورځ به چی همدا راتلونکې شنبې ده د راپرځیدلو طالبانو او د هغوی د متحدانو له خوا حملې زیاتی شی .

XS
SM
MD
LG