دغه جنجال هغه وخت پیدا شو چې په ځینو انتخاباتی حوزو کې په غلطی سره د د اسی عادی رنگ نه کاراخیستل شوی ؤ چې په اسانی سره له منځه وړل کیدای شی . دغه رنگ دهغه چا په غټه گوته وهل کیده چې رائې به ئې ورکړی وه . دانتخاباتو دچارو مامورانو وویل، دغه ستونزه ژرحل شوه. او دا ټول انتخابات بی اعتباره کولای نشی. له بلی خوا دپولیسو دری صاحب منصبان پداسی وخت کې دارزگان په ولایت کې ووژل شول چې افرطیانو په هغه کتار باندی حمله وکړه چې هغه صندوقونه ئې انتقالول چې دپرونیو انتخاباتو درایو پاڼی پکې ؤ . ددغې حملی سره سره دموټرو کتار وکړای شول چې خپل حرکت ته دوام ورکړی .
توقع نه کیږی چې ددو یادرو ورځو پوری لومړی نتیجی اعلان شی . وروستی نتیجی دهغو تحقیقاتو پوری ارتباط لری چې په انتخاباتو کې دټگی برگی په باره کې کیږی .