لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سروى يو نړيوال مرکز واي چى د افغانستان په ٢٦ ولايتونو او په پاکستان کى  د ميشتو افغانانو اکثريت ښاغلى کرزي ته راي ورکړى ده  - 2004-10-12


دهغو کسانو لومړی سروی چې شنبی د ورځی دافغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې رائې اچولی وی، ښئ چې ښاغلې حامد کرزی دغه انتخابات گټلی دی .

داینټرنیشنل ریپبلیک په نوم مؤسسی چې مرکزئې په امریکا کې دی، دغه سروی کړیده. سروی ښئ چې ښاغلې حامد کرزی دشنبی دورځی دجمهوری ریاست انتخابات دشپږڅلویښت فیصده پوائنټونو سره گټلی دی . سره لدی چې ددغه مقام لپاره اتلس کسان کاندیدان ؤ . سروی ښئ چې ښاغلئ کرزی ته شپږ اتیا فیصدو پښتنو چې په افغانستان کې اکثریت دی ، رائې ورکړیدی . رپوټونه وائې، نورو قومی ډلو ښاغلې کرزی ته دومره زیاتی رائې نوی ورکړی نوددی تلافی دپښتنورایو وکړه . که دغه سروی صحیح وی نوښاغلې کرزی به ددوهم ځلی انتخاباتو لپاره ونه دریږی . دوهم ځلی انتخابات په هغه صورت کې کیږی چې هیڅ کاندید دپنځوس فیصدو نه زیاتی رائې یو نسی . په دغه سروی کې دافغانستا د٣۴ ولایتونونه په ٢٢ کې او همدغه راز په پاکستان کې ددیره مهاجرو د١٣ زرو رائې ورکوونکونه پوښتنی شوی دی . دا یوازینی سروی ده چې خپره شویده ، که څه هم چې د استخباراتو دچارو دومؤسسو سروی کړیدی . دغه سروی گانی تراوسه ندی خپری شوی خودغو مؤسسو ته نژدی منابع وائې، ددغو مؤسسو دسروی گانو نتیجی دهغې سروی دنتیجو سره ورته دی چې خپره شویده . په عین وخت کې دملگرو ملتونو عمومی منشی کوفی انان په هغه بیانیه کې چې په پیکینگ کې خپره شویده، دجمهوری ریاست دمقام لپاره دکاندیدانو او افغانانو نه غوښتی دی چې دتحقیقاتو د ‏هیآت دتحقېق په نیجو باندی باور ولری . دملگرو ملتونو نطاق مائنو ده المیدا سیلوا دغه بیانیه ولوستله چې وائې، دغه تحقیقات به دافغانستان هغه ژمنه نوره قوی کړی چې دډموکراسی دټینگولولپاره ئې کړیده .ښاغلې ده المیدا سیلوا وائې، ددغو تحقیقاتو نتیجه به دمحلی او پارلمانی انتخاباتو طرزآلعمل نورلا قوی او باوری کړی . ټاکل شوی چې پارلمانی انتخابات د دوه زره پنځم کال داپریل په میاشت کې وشی . درایو صندوقونه په افغانستان او په پیښور او ایران کې ددیره افغان مهاجرو دانتخاباتی حوزونه راټول شوی او درایو دشمیرلو مرکزونو ته وړل شویدی . درایو شمیرل به په رسمی توگه په راتلونکو څو ورځو کې پیل شی . کیدای شی چې دانتخاباتو وروستی نتیجې څوهفتی وروسته اعلان شی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG