لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړی مسلمانانو  - 2004-10-15


زه د امریکا او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته چه د خپل دین تر ټولو مقدسی میاشتی عبادت یې شروع کړی خپل تاوده سلامونه لیږم.

قران مجید د روژې په مبارکه میاشت کی پر محمد باندی نازل شو. دا کتاب د شفقت، عدالت، رحمت او سولی تعلیم ورکوی. قران د ډیرو پیړیو راهیسی په ملیونونو مسلمانان رهنمایی کړی دی. نن یو وار بیاد مسلمانانو دپاره داسی مقدسه میاشت شروع شوې چه په هغې کی یو وار بیا د روژې په نیولو او عبادت سره په خدای باندی خپله اتکا اظهاروی نیازمنو خلکو ته خیرات ورکوی او لاس نیوی یې کوی.

د امریکا تاریخ مونږ ته دا راښودلی چه په ټولنه کی د هری عقیدې د نر او ښځی اشتراک ته هرکلی ووایو. زمونږ ټولو تر منځ د مذهب د ازادۍ، د کورنۍ سره د مینی او دخدای څخه د شکرانې د اداکولو ارزښتونه شریک دی. د امریکا مسلمانان زمونږ ټولنه نوره غنی کوی او زمونږ د هیواد د یوې ښې ایندې په جوړولو کی مرسته کوی. زه او زما میرمن لورا تاسو ته نیکی هیلې وړاندی کوو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG