لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو سروی - 2004-10-15


په افغانستان کی د لومړنیو نتایجو سروی ښیی چی دافغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د انتقالی دولت ریس حامد کرزی تر ټولو نه مخی ته دی او د ښونی او روزنی پخوانی وزیر یونس قانونی په دوهمه درجه کی راځی.

تقریباً د اتوملیون رایو نه لس فیصده یی ندی شمیرل شوی خو د شمیرل شویو رایو په اساس د افغانستان د انتقالی اداری ریس حامد کرزی شپږ پنځوس فیصده رایه لاس ته راوړی ده. د ښونی او روزنی پخوانی وزیر یونس قانونی په دوهم مقام کی دی او اولس فیصده رایه یی گټلی دی. پدوی پسی جنرال عبدالرشید دوست په دریمه درجه کی دی چی پنځلس فیصده رایی یی تر لاسه کړی دی . په افغانستان کی دانتخاباتو د قانون په اساس باید گټونکی کاندید لږ تر لږه د خلکو یو پنځوس فیصده رایی وگټی او که نه نو د دوهم ځل دپاره د انتخاباتو تر سره کول حتمی وی او ددوهمی درجی کاندید سره له سره باید مقابله وشی. د انتخاباتو د چارو مامورین وایی تقریباً د هیواد د ټولو سیمو نه د رایو بکسونه را غونډ شوی او په مرکز کی اتو د رایو شمیرلو مرکزی دفترونو ته را انتقال شوی دی . د رایو د شمیرلو کار نن د جمعی په ورځ د روژی د مبارکی میاشتی په لومړی ورځ وځنډول شو خو د شنبې په ورځ به بیا د پاتی برخی د شمیرلو کار پیل شی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG