لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمنی صدراعظم گیرهارد شرویدر د پنجشنبې د ورځی په ماښام لیبیا ته سفر وکړ  - 2004-10-15


د جرمنی صدراعظم گیرهارد شرویدر د پنجشنبې د ورځی په ماښام لیبیا ته سفر وکړ او رسیدو سره سم یی د لیبیا مشر معمرالقدافی سره د خبرو دپاره غونډه را وبلله.

ښاغلی شرویدر به د لیبیا سره د تجارتی اړیکو په بهترولو او همدارنگه په لیبیا کی د بشر د حقوقو په باب په ځینو اندیښنو وغږیږی چی پدی کی د هغو پنځو تنو بلغاریایی نرسانو او یو فلسطینی داکتر د ژغورلو مسله هم شامله ده چی د لیبیایی محکمی د تورونو په اساس یی په لوی لاس او قصدی توگه د لیبیا په سلهاو ماشومان د ایدز په مرض اخته کړل. خو د بشر د حقوقو موسسی وایی چی لیبیا پدی کار غواړی چی په هغه هیواد کی د غیر محفوظه روغتیایی چارو په وضع باند ی پرده واچوی. د ښاغلی شرویدر سره د تجارانو او ماهرینو یو هیات هم ملگری دی . دا سفر وروسته له هغه ړیږی چی اروپایی اتحاد پر لیبیا باندی خپل بندیزونه لری کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG