لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبی آسیا په چارو کی د امریکا د خارجه وزارت مرستیا له کریسټینا راکا سبا د پاکستان نه افغانستان ته روانه ده - 2004-10-19


د جنوبی آسیا په چارو کی د امریکا د خارجه وزارت مرستیا له کریسټینا راکا پاکستان ته تللې او هغې د افغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو او د تروریزم سره په جگړه کی د پا کستان نقش وستایه . د پاکستان یوه نطاق وویل چی میرمن راکا د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف او نورو مامورینو سره وکتل او هغوی یې دې ته تشویق کړل چی د هند سره د سولی خبرو ته دوام ورکړی . نطاق دا هم وویل چی میرمن راکا د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدی سیمو کی د امنیت په ټینگولو کی چی یاغیان یې پرې نښودل چی افغانستان ته واوړی او انتخابات گډوډ کړی د پاکستان د هلو ځلو قدردانی وکړه . هغه وویل د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغي مرستیالي د پاکستان نه مننه وکړه چی په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د تروریستی حملو نه وروسته یې د القاعده تقریبا ٦٠٠ مشکوک تروریستان نیولی دي . د امریکا دغه ماموره سبا افغانستان ته روانه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG