لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرون د پکتیکا په ولایت کی درې امریکایی عسکر او یو افغان ترجمان د بم په چاودنه کی زخمی شوی دي  - 2004-10-21


د امریکا اردو وایی پرون د پکتیکا په ولایت کی درې امریکایی عسکر او یو افغان ترجمان د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی زخمی شوی دي . په کابل کی د پوځ یوه نطاق وویل چی په دې حمله کی د امریکایی عسکرو دوه موټرچی دوی په کی سپاره وو تباه شوي او د یوه عسکر حال سخت دی . په دې سیمه کی چی په زرهاو امریکایی عسکر د القاعده او طالبانو په پاته کسانو پسی گرځی ، په دغو عسکرو او د افغانستان په حکومتی اهدافو باندی عموما حملې کیږی . له بلی خوا د امریکا اردو وایی یو امریکایی پیلوټ چی د هرات ښارته نژدې د هلیکوپتر د رالویدو په پېښه زخمی شوی و د خپلو زخمونو له لاسه مړ شوی دی . دوی وایی دغه هلیکوپتر د تخنیکی خراپوالي له کبله را ولید او د هغه د عملې دوه کسه نور هم زخمي شوی دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG