لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغو یاغیانو چی درې خارجیان یې تښتولي دې د افغاني حکومت او د ملگرو ملتو سره یې خبري شروع کړی دي - 2004-11-06


د افغانستان نه رسیدلي رپوټونه وایی هغو یاغیانو چی درې خارجیان یې تښتولي او د هغوی د وژلو گواښونه یې کړی دي د افغاني حکومت او د ملگرو ملتو د مامورینو سره یې خبري شروع کړی دي . د رویتر د خبری آژانس یو خبر دې ته اشاره کوی چی یاغیان به شاید خپل هغه مخکنئ گواښ معطله کړی چی ویلی یې وو که د امریکا په توقیف کی ټول بندي طالبان خوشی نه شی نو دغه درې تښتول شوي کسان به دا نن چی شنبې ده ووژنی . دغو درو تنو چی دوې یې ښځي او یو نارینه دئ د ملگرو ملتو له خوا په افغانستان کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی مرسته کوله . ویل کیږی په هغوی کی یوه ښځه سخته ناروغه شوې ده . دغو سړو تښتونکو چی د جیش المسلمین په نامه د طالبانو نه یوه بېله شوې ډله ده دا هم ویلی دي چی دوی غواړی چی د افغانستان نه دي ټولي خارجی قواوی او د ملگرو ملتو کارکونکي ووځی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG