لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن د جمعی په ورځ  په قاهره کی د پنځوسو هیوادونو مشرانو  د یاسر عرفات  د فاتحی په مراسمو کی برخه واخسته. - 2004-11-12


نن د جمعی په ورځ په قاهره کی د پنځوسو هیوادونو مشرانو پادشاهانو او لوړ رتبه مامورینو د یاسر عرفات د فاتحی په مراسمو کی برخه واخسته او هغه ته یی خپل وروستی احترامات پر ځای کړل.

پدوی کی د سعودی عربستان پادشاه عبدالله، د یمن جمهور ریس علی عبدالله صالح ، د اردن بادشاه عبدالله ، د سوریی جمهور ریس بشرالاسد ، د تونس جمهور ریس زین العابدین بن علی ، د سوډان جمهور ریس عمر البشیر او د سومالیی جمهور ریس عبدالله یوسف احمد شامل و .

دغه راز د مرحوم عرفات د حکومت دوه لوړ رتبه مشران د فتح د گوند نوی ټاکل شوی مشر فاروق قدومی او د فلسطین د ازادی د نهضت مشر محمود عباس هم هلته موجود و .

مصر په شاندارو پوځی مراسمو د یاسر عرفات جنازه د قاهری هوایی ډگر په لور انتقال کړه او پداسی حال کی چی پوځی موزیک غږیدو اته تنو چی پوځی جامی یی په غاړه وی د یاسر عرفات د تابوت چی په د فلسطین په بیرغ پوښول شوی و د وروستی ځل د لیدلو دپاره اوچت کړ او بیا یی په خاصؤ مراسمو اردنی الوتکی ته انتقال کړ. د یاسر عرفات کونډه سهی او د هغه نهه کلنه لور زاهوا د یوی ډلی خلکو سره په اوښکو ډکو سترگو دریدلی و او ژړل یی .

د مصر په غټ جومات ال اظهر کی لوی شیخ محمد سید التنتاوی د هغه ته دعا وکړه او ویی ویل چی ښاغلی عرفات خپل ټول ژوند د خپلو خلکو په خدمت تیر کړ او په اخر کی یی په رښتیا او میړانی خدای ته ورغی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG