لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کی  یرغمل نیول شوی کسانوسره د اسارت په وخت کی ښه چلند شوی دی - 2004-11-26


د فلپین یو دیپلومات چی د تقریباً یوی میاشتی دپاره په افغانستان کی یرغمل نیول شوی و وایی چی هغه او ملگرو سره یی د اسارت په وخت ښه چلند وشو. انجلیتو ناین د پنجشنبې ورځی په ماښام خپل کور مانیلا ته ورسید. ده هغه اعلامیه ولوستله چی پکی ویل شوی و چی هغه گرم ساتل شوی و او حتی دوی ته ددی اجازه هم وه چی د رادیو له لاری پاپ موسیقی واوری. دی او د ملگرو ملتونو دوه تنو نور کار کونکو چی په افغانستان کی د انتخاباتو په جریان کی د مرستی دپاره هلته اعزام شوی و د یوی میاشتی دپاره یرغمل ساتل شو ی و د سه شنبې په ورځ خوشی شول. د هغوی د تښتولو او ازادولو قضیه اوس هم نامعلومه ده . د طالبانو ملاتړ کونکو ډلو ددی عمل مسولیت په خپله غاړه اخستی دی . د افغانستان حکومت وایی دا یرغمل نیونکی مخالف یاغیان و چی دوی د یرغملو د خوشی کولو دپاره ورسره هیڅ کومه معامله نده کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG