لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کي، امریکایې دپلوماتان او پوځي ماموران غواړي چي د هغي مظاهرې شدت اوتاوتریخوالی کم کړي چي د یوې افغاني ښځي د توقیف په سر وسوه. - 2004-11-29


په افغانستان کي، امریکایې دپلوماتان او پوځي ماموران غواړي چي د هغي مظاهرې شدت اوتاوتریخوالی کم کړي چي د یوې افغاني ښځي د توقیف په سر وسوه. پدې مظاهره کي چي د ننگرهار په ولایت کي وسوه، د مظاهرچیانو او پولیسو تر مینځ په نښتو کي یوه تنکۍ انجلي هم وژل سوي ده.

امریکایې مامورین وایې دغه ښځه د جمعې په ورځ په هغو عملیاتو کي توقیفه سوه چي د القاعده مظمنونو تروریستانو پر خلاف وسول، او همدا ښځه وروسته له ٢۴ ساعتونو څخه خوشي کړي سوه. په افغانستان کي د امریکا د پوځ نطاق،تورن مارک مک کېن، وایې: دغه ښځه یوازي او یوازي ددې لپاره توقیف سوې وه چي د هغې د مېړه د ځای ځایگي په باب چي یو مظنون د القاعده غړی او د بمونو جوړونکی دی، معلومات ترلاسه کړې سي. موږ هغه ځکه توقیف کړه ځکه چي موږ باور درلود چي هغې څه معلومات درلودل، او کله چي موږ پدې پوه سو چي هغې معلومات نه درلودل، هغه ډیر ژر خوشي کړي سوه. په کابل کي د متحده ایالاتو سفارت وایې د توقیف په وخت کي د هغې ساتنه ښځینه عسکرو کوله، او دا کار د کلتوري حساسیتونو په خاطر سوی وو. خو بیاهم، ددې ښځي د توقیف پر خلاف د جلال اباد په ښارکي یوه مظاهر وسوه، او مظاهرچیانو ددغي ښځي توقیف غیرعادلانه او د افغاني دودونو پرضد عمل وگڼئ.

رپورتونه وایې کله چي مظاهرچیان او د افغانستان امنیتي قواووي سره مخامخ سول، پولیسو پر مظاهرچیانو باندي ډزي وکړې چي یوه انجلۍ پکښې ووژل سوه. مگر د امنیتي قواوو قومندان وایې مظاهرچیانو هم دده پر عسکرو باندي ډزي وکړې او ښایې ددغي انجلۍ د مرگ مسولیت د هغوي په غاړه وي.

بلخوا، د افغانستان د حکومت مخالفو یاغیانو د نیمروز په ولایت کی پر یوې افغاني خیریې موسسې باندي حمله کړې ده. پدې حمله کي چي مسولیت یې پر طالبانو باندي اچول سوی دی، ددغې خیریې موسسې درې کسان وژل سوي دي.

د طالبانو جنگیالیو بیا بیا پر هغو ډلو باندي حملې کړی دي چي د افغانستان د نوی حکومت سره تړاو لري اوهم یې پر امریکایې قواوو باندي خپلي حملې جاري ساتلي دي. تورن مک کېن وایې د متحده ایالاتو پوځیان د افغانستان نوي منتخب جمهورریس او د هغه حکومت ته طالبان یو جدي خطر گڼي. په نهایت کي، دوی موجود دي، دوی یو واقعي ‏گواښ دی، او موږ به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو. مگر دهُ، دغه راز، هغهُ رپورتونه رد کړل چي وایې د اکتوبر د نهمي د جمهوري ریاست د انتخاباتو راپدېخوا، د طالبانو حملې زیاتي سوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG