لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندی کشمیر کی تندروانو  پر یوه امنیتی کمپ باندی حمله کړی ده  - 2004-12-03


په هندی کشمیر کی تندروانو پر یوه امنیتی کمپ باندی حمله کړی او پنځه تنه پولیسان یی پکی وژل شوی دی. محلی مقامات وایی دا حمله نن سهار وختی په سرحدی ښار سپوری کی چی د سرینگر نه پنځوس کیلو متره شمال پلو پروت دی وشوه. پولیس وایی تندرو پداسی حال کی چی لاسی بمونه یی گوزارول او ډزی یی کولی ناڅاپی پر کمپ حمله وکړه. تر اوسه معلومه نده چی پدی حملی کی څوتنو تندروانو لاس درلود. په پاکستان کی دیره تندروه ډلی ال منصوریان ددی حملی مسولیت پخپله غاړه اخستی دی. ال منصؤریان د هغو تندرو ډلو نه یوه ده چی په هند ی کشمیر کی دازادی او یا هم د پاکستان سره د یو ځای کیدلو دپاره مبارزه کوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG