لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کی د امریکا د هلیکوپتر د لویدلو په ځای کی د څارني او ژغورني عملیات شروع شوی دي . - 2005-04-07


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی د هغه هلیکوپتر د ټکر په ځای کی چی پرون را ولوید او لږ تر لږه شپاړس کسه په کی مړه شول د څارني او ژغورني عملیات شروع شوی دي . د اردو یوې نطاقي نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چی یو هیات به نن د پیښی ځای ته واستول شی چی مړي تر خپلو ځایونو پوری ورسوی .

مخکی د امریکا اردو دا خبر تایید کړه چی په مړو کی ١٣ امریکایی عسکر او درې کسه چی د امریکا د حکومت سره قراردادیان وو شامل دي . او درې نور امریکایی عسکر چی نومونه یې د سپرلیو په لیست کی وو لا درکه دي .

دغه امریکایی هلیکوپتر د خپلي عادی وظیفې نه بیرته د بگرام اډې ته را ستنیده چی په لارکی د غزنی ښارته نژدې را ولوید . د امریکا اردو فکر کوی چی هغه د خراپی هوا په وجه را لویدلئ دئ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG