لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ددفاع وزیر ډانالډ رمزفیلډ په کابل کی د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل - 2005-04-13


د امریکا ددفاع وزیر ډانالډ رمزفیلډ په کابل کی د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل او په امنیتی چارو او په هغه هیواد کی یې د امریکایی قواو د آینده په باب چی د القاعده او د راپرځول شوو طالبانو د بقایاوو سره جنگیږی خبری ورسره وکړې . ښاغلي کرزي وویل دئ غواړی چی هیواد یې د امریکا سره د اوږدې مودې امنیتی روابط ولری . مگر هغه ونه ویل چی په دې کی به په افغانستان کی د امریکا ددائمی نظامی اډې جوړول هم شامل وی که نه . ښاغلي رمز فیلډ افغانستان ته دخپل دې ناڅاپی سفر په ترځ کی د هغه ملک په جنوب کی د پاکستان سره سرحد ته نژدې د امریکایی عسکرو سره هم وکتل . هغه د امریکا قواوي په دې وستایلې چی د القاعده او د طالبانو د جنگیالیو سره چی تر اوسه لا هم په سیمه کی پټ دي په جگړو اخته دي . ښاغلئ رمزفیلډ د افغانستان نه پاکستان ته چی دتروریزم سره په جگړه کی د امریکا مهم متحد هیواد دئ روانیږی . هغه به هلته د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف او نورو مامورینو سره وگوری .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG