لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هیومن رایټس واچ وایی چی په افغانستان کی د بشری حقوقو وضع باید وڅارل شی . - 2005-04-20


د هیومن رایټس واچ په نامه د بشری حقوقو یوه مشهوره مؤسسه وایی چی په افغانستان کی د بشری حقوقو وضع باید چی د ملگرو ملتو له خوا وڅارل شی . هغې پرون یوه اعلامیه خپره کړه او د بشری حقوقو د کمیسیون نه یې وغوښتل چی افغانستان هم په خپله آجندا کی ونیسی او په هغه ملک کی د خپلو څارونکو شمیر زیات کړی . د ملگرو ملتو دغه کمیسیون په دې هفته کی په ژینیو کی خپله کلنۍ غونډه کوی په امریکا کی دیره دغه مؤسسه وایی په افغانستان کی تر اوسه لا هم په بشری حقوقو باندی تېرئ روان دئ ، ځکه چی هلته جنگ سالاران او وسله والي ډلي لا ډیری سیمي کنټرولوی او په عادی توگه بشری حقوق په تیره بیا د ښځو حقوق پایمالوی . دغي مؤسسې د امریکا نه هم وغوښتل چی په افغانستان کی د بشری حقوقو د څیړني په چارو کی مرسته وکړی او ویی ویل چی دا په داسی وخت کی چی هلته به وروسته یعنی د سیپټامبر په میاشت کی پارلمانی انتخابات کیږی ډیره مهمه ده .

XS
SM
MD
LG