لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمشکوکو افراطی مسلمانانو او دافغان او دامریکا په مشری دائتلاف دقواو د عسکرو ترمنځ نښته  - 2005-04-24


په افغانستان کې دامریکا نظامی مقامات وائې چې په جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې دمشکوکو افراطی مسلمانانو او دافغان او دامریکا په مشری دائتلاف دقواو د عسکرو ترمنځ نښته شویده چې څلوریاغیان او یو افغان عسکر پکې وژل شویدی . یوه پوځی اعلامیه وائې چې دپنجشنبی په ورځ دغه جنگ هغه وخت ونښت چې دائتلاف قواو دشلوپوری دټوپکیانو سره په وړو وسلو جنگ پیل کړاو بیائې دتوپخانی او هوا ئې قوانه ملاتړوغوښت . اعلامیه وائې چې په دغه پیښه کې یوبل افغان عسکر زخمی شویدی ،په داسی حال کې چې دائتلاف دقواو دتلفاتوپه باب رپوټ ندی ورکړل شوی . دیودپاسه په دوه زرم کال کې دامریکا په مشری قواو بنیادگرا اسلامی رژیم نسکورکړاو دهغه وخت نه راپدی خوا طالبانو او دالقاعدی افراطیانو او ددوی طرفدارانو دټیټی سطحی بغاوت ته لاس اچولی دی . مگر دامریکا قوماندانان وائې چې یاغیان دنظامی عملیاتو په وخت کې په شا تگ ته مجبوریږی او دافغانستان دحکومت له خوا ورته دبیا پخلا کیدنی پیشنهادی شویدی .

XS
SM
MD
LG