لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو د مشکوکو مبارزینو په پټه حمله کی نهه افغان عسکروژل شوی او درې نور زخمی شوی دي . - 2005-05-05


د افغانستان ددفاع وزارت وایی پرون د کندهار په ولایت کی د طالبانو د مشکوکو مبارزینو په پټه حمله کی نهه افغان عسکروژل شوی او درې نور زخمی شوی دي . مامورین وایی دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چی د زابل په ولایت کی مشکوکو یاغي طالبا نود امریکایی او افغانی عسکرو سره سخته جگړه وکړه د امریکا اردو وویل چی په دې جگړه کی ۴٠ یاغیان ووژل شول . اردو دا حمله په دې روستیو هفتو کی تر ټولو سخته حمله بللې ده . دمخه اردو ویلی و چی په دې جگړه کی شل یاغیان او یو افغان پولیس وژل شوی دي . یاغی طالبانو په افغانستان کی د هوا دښه کیدو سره په افغان او د امریکا په مشری ائتلافی قواو باندی حملې زیاتی شوی دي .

XS
SM
MD
LG