لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمند په ولایت کی، دوه نیم ټنه اپین اودوه سوه پنځوس کیلوگرامه هیروین، نیول شوی دی. - 2005-05-31


افغان مامورین وایی چه، د مخدره موادو په ضد د مبارزی موظفو کسانو، د هلمند په ولایت کی، چه د ملک د مخدره موادوترټولولوی بازاردی، په یوه حمله کی دوه نیم ټنه اپین اودوه سوه اوپنځوس کیلوگرامه هیروین، نیولی دی.

دغه مامورین وایی ‏د شنبی په ورځ د پاکستان سره سرحد ته څیرمه د بهرام شاه په کلی کی، پدغی حمله کی د مخدره موادوسلگونه قاچاقبران د صحنی نه وتښتیدل. نه څوک ونیول شول اونه څوک زخمی شول. دغه بازارپاکستان او ایران ته د قاچاق وړلود لاری په سرواقع دی. افغانستان د نړی د مخدره موادو ترټولوغټ تولیدونکی هیواد دی. واشنگتن، چه د مخدره موادوضد افغانی اداری سره د ملیونو ډالرو مرسته کوی، وایی چی د کوکنارواو د اپینو زیاتیدل ، افغانستان د طالبانو په رهبرۍ د ملیشود حملو نه هم د غټ ‏خطرسره مخامخ کړیدی.

جمهورریس حامد کرزی واشنگتن ته په خپل وروستی سفرکی ژمنه وکړه چه په راتلونکو شپږو کالونو کی به په افغانستان کی د کوکنارو تولید بیخی له منځه یوسی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG