لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کی یو امریکایی عسکر وژل شوی او اته نور زخمی شوی دي  - 2005-06-08


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی د پکتیکا په ولایت کی یې په یوه اډه باندی د هاوانو حمله شوې چی یو امریکایی عسکر وژل شوئ او اته نور زخمی شوی دي . د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوی دي چی دا حمله د پاکستان سره سرحد ته نژدې په شکین کی هغه وخت وشوه چی عسکرو غوښتل د هلیکوپتر نه مواد او سامانونه را وباسی . له بلی خوا نن د امریکا په مشری ائتلافی قواو د طالبانو پنځه یاغی مبارزین د هغی حملې په ارتباط نیولی دي چی د تیلو په یوه ټانکر یې وکړه او دوه پاکستانیان یې ووژل . په سپین بولدک کی پولیسو ویلی دي چی دغه پنځه تنه په دې سیمه کی ددې حملې نه یوه ورځ وروسته ونیول شول . طالبانو او د هغوی متحدینو په دې وروستیو وختو کی حملو ته زور ورکړی او عموما په هغو ځاینو باندی حملې کوی چی د ائتلافی قواو او د جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت سره ارتباط لری .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG