لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د کی ایر  انټر نیشنل موسیسی د اتالوی کارکونکی په خوشی کیدو خوښی ښودلی ده  - 2005-06-10


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د کی ایر انټر نیشنل موسیسی د اتالوی کارکونکی په خوشی کیدو خوښی ښودلی ده او بلخواد کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی ویلی دی چی دوی د برمته کونکو سره هیڅ ډول معا مله نه دی کړی.

دا ایټالوۍ کارکونکې کلیمینتینا کانتونی چی په افغانستان کی تښتول شوې وه د څه د پاسه درو هفتو اسارت نه وروسته نن ایټالیې ته روانه شوې ده .

هغه ٢۴ ورځي وروسته له هغه چی په کابل کی د توپک په زور ونیول شوه آزاده شوې ده . مامورین وایی چی هغې شپه په کابل کی د ایټالیې په سفارت کی تیره کړه او بیا د کابل په هوایی میدان کی په یوه کوچنۍ جیټ ایټالوۍ الوتکه کی کیناسته .

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د کورنیو چارو د وزارت ، امنیتي قواو او قبایلی مشرانو فعالیتونه وستایل چی د هغې په خلاصیدو کی یې وکړل . د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی وایی چی دغه ایټالوۍ د مرستو رسولو کارکونکې جنایت کارانو تښتولې وه او هغوی ته هیڅ عوض معاوضه نه ده ورکړه شوې . ددې ښځي د تښتولو نه دا اندېښنه را پیدا شوه چی دا به هم شاید په عراق کی د سړو تښتونکو په طرز جنایت وی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG