لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگړي واله د پختون کلتور یوه مهمه برخه


بنګړي واله يو داسې نوم دى چې پښتنو جينکو کې ددغه نوم په اوريدو نسواني حس ارو مرو بيداريږي، بلکې اوس خو بنګړي واله دپښتون تاريخ او بنګړي دپښتون کلتور يوه داسې مضبوطه برخه ګرځيدلې ده چې چرته هم دپښتنو جينکو دډول سينګار خبره کيږي نو هلته به دبنګړو او بنګړي والې نوم خامخا مينځ ته راځي

دنن نه ډيره موده وړاندې چې به پښتنې ميرمنې دخپلو رواياتو او بنديزونو له مخې دکورونو نه بهر نۀ شوې وتلى او غوښتل به يې چې بنګړي په لاسونو کې واچوي نو ددوي دغه ضرورت به دکور دننه په پرده کې يوازې بنګړي والې ترور ترسره کولو

ولې نن دتعليم په عام کيدو سره چې پښتنه ميرمن په کور کې ديو قيدي په څير ژوند نۀ تيروي او دخپلو ضرورتونو پوره کولو دپاره بازار ته په ازاد مټ تلى شي نو دبنګړي والې کردار هم په پښتنه ټولنه کښې محدود شوى دى، او اوس دبنګړي والې ځايې هاغو رنګينو او غټو غټو دوکانونو نيولى دى چې دښار په مينځ کې دقسماقسم بنګړو او دمنيارۍ دنورو سامانونو څخه ډک پراتۀ وي

ولې دپښتنو په کليوالو سيمو کې نن هم داخترونو او وادۀ ښادۍ په دوران کې اکثر ماشومانې او جينکۍ دبنګړي والې لارې څارې او بنګړې ترې په بيعه اخلي، پښتنه ټولنه کې دبنګړي والې داهميت اندازه دې نه هم لګيدلى شي چې شاعرانو يې په خپلو شعرونو او سندرو کې هم وخت په وخت ذکر کړى دى لکه دپښتو يوه سندره کې چې ديوې ميرمنې له اړخه ويل شوي دي.

بنګړي والې ترورې
يا لکه دا چې
دا تشې ليچې ګرځوومه
زمونږ کوڅې ته راشه
بنګړي مې مات شو بنګړي والې خداې دپاره راشه
بيا په دې لاره راشه مينه رسوا شوه

بنګړي واله په داسې حال کې کلي ته ځي چې دمختلفو رنګونو دبنګړو ډکه شکرۍ يې په سر وي او کوڅه په کوڅه ګرځي

کله کله ديوې څخه زياتې بنګړي والې هم يو ځايې ګرځي او کورونو کې بنګړي خرڅوي، بنګړي واله چې دبنګړو شکرۍ په سر په يوه کوڅه تيريږي نو اواز کوي چې ” بڼګړي واخلئ بنګړي “ نو دکوم کور څخه ورته سوال ځواب وشي چې بنګړي والې ترورې دلته راشه او دا شان بنګړي واله کور ته وردننه شي، بنګړي واله چې څنګه شکرۍ پرانيزي نو دمحلت نورې جينکۍ هم په خبريدو سره دغه کور ته راټولې شي او دبنګړي والې نه چاپيره تاؤ شي او شکرۍ کې پرتو بنګړو کې هره جينۍ او ماشومه دخپلې خوښې بنګړي لټوي

بنګړي واله پخپل خپل وار يوې يوې پيغلې او ماشومې ته دهغوي دخوښي بنګړي ليچو کې وراچوي او پيسې ترې وصولوي، دپيغلو او ماشومانو سره سره دتير عمر زنانه هم دزامنو او نزدې خپلوانو دودونو په موقعو بنګړي اچوي.

دشيشې کوم بنګړي چې داچولو په وخت ليچو کې مات شي دهغې تاوان نۀ وي. دوادۀ ښادۍ په موقعه دبنګړي والې څخه زيات بنګړي خرڅيږي ځکه چې دوادۀ دزلمي او جينۍ ټول نزدې رشته داران او پخپله دوادۀ جينۍ(ناوې) تر څنګلو څنګلو بنګړي اچوي او پوره پوره ليچې ډکوي، کوم چې دښادۍ په دودونو کې داضافې سؤب ګرځي.

پخوا به دبنګړو شوق او دبنګړو قسمونه کم وو او دخرڅولو، خورولو او عام کولو ذريعې يې محدودې وې ولې اوس دسائنس او تعليم دعام کيدو سره سره دبنګړو په مقدار او معيار کې هم اضافه شوې ده او دبنګړو رنګونو، قسمونو او ډيزائنونو کې هم ديادولو وړ پرمختګ شوى دى.

وړاندې به دشيشې او پلاسټک بنګړي وو ولې موجوده وخت کې دسټيل، سپينو زرو، سرو زرو او شو کاڼي څخه بنګړي تيارولى شي.

دا وخت دشيشې بنګړو کې سوچه، ريشم، ساده، چمک واله، ليچه، شين اسمان ذرې ذرې، پيښوري، بلکوري، لاهوري، اوفيشني بنګړي مشهور دي.

دشيشې دبنګړو ديو سيټ قيمت دپينځوؤ روپو څخه تر پينځه ويشت روپو دى، موجوده دور کې کۀ يو خوا دپښتنو دسيمې په شمول ټول پاکستان کې دبنګړي والو شمير زيات شوى دى نو بلخوا په ټولو ښاري علاقو کې دبڼګړو لويې لويې دهول سيل او توک دوکانونه جوړ شوي دي او دمخصوصو زنانه بنګړي والو سره سره اوس کونډو زنانه ؤ او عامو نارينه ؤ هم دبڼګړو کاروبار ته لاس اچولى دى.

ټول ملک کې داخترونو په موقعو ځايې په ځايې لګيدلو سرکسونو او ميلو کې هم زيات مقدار کې بنګړي خرڅيږي، دڅاروؤ په منډهيانو کې ځايې په ځايې ښځو او سړو دبنګړو سټالونه لګولي وي.

پاکستان کې دشيشې دبنګړو کارخانې صرف په حيدر اباد(سندهـ) کې دي چې دټولو صوبو لويو لويو ښارونو ته ترې بنګړي استولى شي بيا ددغه ښارونو څخه دخواؤشا سيمو او وړو بازارونو دوکانداران او بنګړي والې دمزدورۍ او ګټې دپاره بنګړي اخلي.

پاکستان کې دشيشې نه علاوه دسټيل او پلاسټک بنګړي په لاهور کې تياريږي او دسپينو او سرو زرو بنګړي او کړې کراچۍ، حيدر اباد، لاهور، سرګودها ، ملتان ، کوئټه ، پيښور، مردان، سوات، صوابۍ او نورو مختلفو ځايونو کې موجود زرګران په آرډر تياروي چې نرخ يې دبنګړو او کړيو دوزن مطابق وي.

پاکستان ته دبهارت څخه هم بنګړي راځي چې رول ګول بڼګړي ورته وئيلى شي. دې بنګړو سره دشپږو مياشتو ګارنټي هم وي ځکه چې دې بنګړو ته دسرو زرو اوبۀ ورکړى شوې وي. رول ګول بنګړي په يو ډبي کې څلور هم وي.

شپږ هم، او دوه هم وي، دڅلورو بنګړو دپيکټ نرخ سل روپۍ، دشپږو يو نيم سل، او ددوؤ بنګړو دډبي نرخ هم يو نيم سل دے، ځکه چې ددې معيار ډير ښه وي، دا شان دچين څخه هم دسټيل او شوکاڼى جوړ بنګړي پاکستان ته راځي چې مختلف رنګونه او ډيزائنونه لري.

دلته داخبره هم دذکر وړ ده چې وړاندې به صرف بنګړي والو زنانه ؤ جينکو ته ليچو کې بنګړي اچول ولې اوس دحالاتو بدليدو سره سره دا بدلون هم رامينځته شوى دى چې دنورو نه علاوه په خصوصى توګه دپښتنو په سيمه کې هم باقاعده اکثرې جينکۍ او زنانه مارکيټونو ته ځي او ناريه دوکانداران ورته په ليچو کې بنګړي اچوي

بلکې کله کله خو چې ديوې پښتنې پيغلې څخه ددې جانان مرور شي نو دپخلا کولو دپاره يې دبنګړو دشرنګ نه کار اخلي ولې چې دبنګړو دغه شرنګ په ذهن ډير لطيف او نازک نقشونه پريږدي.

زماجانانه چې پرې تاخوشحاله نکړمه
دا بلوري ، بلوري بنګړي به څۀ کړمه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG