لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وکيلانو دتور بيرغ داوونۍ په لمړۍ ورځ ګرد هيواد کې لاريونونه وکړل


نن داتوار دورځې څخه په ټول هيواد کې وکيلانو دتور بيرغ داوونۍ په نمانځلو پيل وکړو.
د٩م مارچ څڅه تر ١٦م مارچ پورې به دپاکستان په ټولو برخو کې وکيلان دمحکمو په ودانيو اؤ پخپلو دفترونو دتورو بيرغونو ځړولو ترڅنګ کوټلى احتجاج کوي.
ددغه اوونۍ دنمانځل کيدو مقصد دعدليې بحالي اؤ دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبياپځايې کولو لپاره په دولت فشار راوړل دي.
نن داتوار په ورځ دتورو بيرغونو داوونۍ په لمړۍ ورځ په اسلام اباد ، کراچۍ، لاهور، پيښور اؤ دهيواد په نورو مختلفو برخو کې وکيلانو دعدليې دبحالۍ دپاره دتورو بيرغونو سره لاريونونه وکړل اؤ ځايې په ځايې يې په ودانيو اؤ دفترونو تور بيرغونه وځړول.
په اسلام اباد کې دوکيلانو لاريون د سترې محمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري څوک چې پخپل کور کې نظر بند دى دکور په لور ورغلو او وې غوښتل چې دلرې کړل شوي مشر قاضي سره ووينې خو پوليسو هغوي دافتخار محمدچوهدري سره ليدنې ته پرې نۀ ښودل.
په پيښور کې هم دتورو بيرغونو داوونۍ په مهال دوکيلانو سازمان يو کنونشن وکړو چې پکې دپيښور دمحکمې ځينې ګوښه کړل شوؤ قاضيانو اؤ په لويې شمير وکيلانو برخه واخسته.
په لاهور کې وکيلانو لاريون وکړو اؤ دلرې کړل شوي قاضي خليل الرحمان رمدى دکور سره نزدې يې ددولت په ضد او دعدليې په حق کې شعارونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG