لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوى ډيلى:هندکې پرله پسې ٧بمي چاودنوکې ٢٠کسان وژل شوي دي


دهندپه پلازمينه نوي ډيلي کې پرله پسې اوؤ بمي چاودنوکې لږ ترلږه ٢٠کسان وژل شوي اؤ خواوشا ١٠٠ژوبل شوي دي،
دغه چاودنې نن دنوي ډيلي په غفاربازار،گريټرکيلاش اپارټمنټ،کناټ پيلس اؤباره کمبې په سيموکې شوي دي،
دهندصدراعظم منموهن سنگهـ ددغوچاودنودغندنې کولوپه ترڅ کې خپلووگړوته په امن کې داوسيدلوغږ کړى دى،
دهندي مجاهدينوپه نوم يوتنظيم ددغوچاودنومسوليت پخپله غاړه اخستى دى،
دهند څيړنيزوشبکو ويلي دي دغه چاودنې دجوړې کړل شوې منصوبې دلاندې شوې دي اؤامنيتي چارواکيود دوؤنوروبمونودخنثى کولوادعا کړې ده،
امنيتي ادارودوه شکمن کسان په پيښوکې دلاس لرنې په تورنيولي اؤ دپلټنولمن يې پراخه کړې ده،
دچاودنوله امله په نوي ډيلي کې سخت اړى گړى اؤويره خوره شوې ده
دهندحکومتي چارواکي وايي دادښکاره ترهگري ده ،له چاودنو وروسته دهندپه نوي ډيلي،حيدراباد دکن،چندي ګړهـ اؤنوروښارونوکې امنيتي تدابيرسخت کړل شوي دي

XS
SM
MD
LG