لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت نوازشریف بیرته سعودی عربستان ته جلاوطنه کړو



د پاکستان پخوانی جلاوطنه صدراعظم نوازشریف د ووه کله جلاوطنی نه ورسته حکومت یوځل بیا بیرته سعودی عربستان ته جلاوطنه کړو.
ښاغلی نوازشریف اسلام آباد ته د راتلو څو ساعته ورسته جدې ته ولیږل شو.
ښاغلی نوازشریف ووه کاله ورسته د پاکستان پایه تحت اسلام آباد ته راغلو ووه کاله وړاندی اوسني جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف دَ پوځي کودتا په لارې حکومت په لاس کښی واخیست. دَ چارواکو سره د یو نیم ساعت دَ سختو خبرو اترو نه ورستوښاغلی نوازشریف د هوائی ډگر ټرمینل ته راوستل شو.
چارواکو هغه باندی د بډو رشواتونو تورنه ولږول او هغه يی ونیو. خو څو ساعته ورستو بیرته سعودی عربستان جلاوطنه کړو. ښاغلی نوازشریف اوس جدې ته رسیدلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر آفتاب شیرپاؤ وئیلی چی دَ پخواني صدراعظم نوازشریف سره دَ قانون سره سم کار شوی دی.





XS
SM
MD
LG