لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنوي دولت  دجوړښت ديوې  مياشتې دننه  دعدليې دبحالولو پريکړه


دپاکستان ددوؤ سترو سياسي ګوندونو پاکستان پيپلز پارټۍ اؤ مسلم ليګ(ن) ترمينځ په مذاکراتو کې پريکړه شوې ده چې په مرکز کې ددولت جوړولو څخه وروسته به ديوې مياشتې دننه دننه عدليه بحالولى شي
ددې خبرې اعلان نن داتوار په ورځ دپاکستان مسلم ليګ ( ن) مشر اؤ پخواني صدراعظم ميا نواز شريف دپيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړى دى
ددې څخه وړاندې ددواړو ګوندونو دمشرانو ترمينځ په مري کې ددولت جوړولو اؤ دوروستنيو تګلارو په اړه بشپړ خبرې اترې اؤ پريکړې وکړل شوې
مطبوعاتو کانفرنس ته په وينا کې ښاغلي شريف وويل دعدليې دبحالولو دپاره به ددولت جوړولو وروسته په يوه مياشت کې دننه په قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کولى اؤ لرې کړلى شوي قاضيان به دپارليمان دلارې ددوهم نومبر په ډګر بيرته پځايې کولى شي.
نواز شريف زياته کړه دواړو مشرانو دې لړ کې په ترسره شوؤ لوظنامو لاسليکونه هم کړي دي.
هغۀ وويل په مرکز کې به سپيکر اؤ کشر سپيکر دپيپلز ګوند څخه وي اؤ مسلم ليګ(ن) به هم دولت کې ګډ وي هغۀ وويل چون په پنجاب کې مسلم ليګ(ن) زياتې رايې اخستې دي ځکه نو دغلته به سپيکر دمسلم ليګ(ن) اؤ کشر سپيکر دپي پي پي پي څخه وي.
نواز شريف وويل پيپلز ګوند چې دصدراعظم دپاره دچا نوم هم غوره کړو هغوي به يې ملاتړ کوي
هغۀ دا هم وويل دديموراکراسۍ دغوښتنو په کوم دستاويز چې هغه اؤ د پيپلز ګوند وژل شوې مشرې بې نظير بوټو لاسليکونه کړي وؤ هغه نن دعمل جامه اغوندي.

XS
SM
MD
LG