لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوتر بازي یو شوق که روزگار


د دى اؤ دمخدره موادو اکثره قاچاقبران هم ددې کوترو په ذريعه خپل منشيات ديو ښار څخه بل ښار ته منتقل کوي. کوترو په ذريعه کۀ يو خوا خلک خپل شوق پوره کوي نو بلخوا دا اوس په پاکستان کې يو کاروبار هم ګرځيدلى.
دکوتر بازۍ شوق چې دنړۍ په يو شمير هيوادونو کې رواج دى نن سبا په پاکستان کې دغه شوق زياتې جرړې پيدا کړي دي
او اوس کوتر بازي ديو شوق نه علاوه دلته زياترو خلقو دکاروبار په بڼه اختيار کړې ده.
کوترې دپاکستان په ښاري او کليوالو سيمو کې يو شان ساتل کيږي اؤ ددې په ساتونکيو کې دادنى ، اوسط اؤ اعلى درجې خلق يو شان شامل دي.
يو وخت ؤ چې خلقو به دکوترو څخه يوازې دپيغام رسانۍ کار اخستو.
خو نن دکوترو په ذريعه خلق ديو ځايه بل ځايي ته پيغامونه نۀ استوي بلکې هغه چې پخوا به خلقو دکوترې پښې پسې ليکلى پيغام تړلو او کوتره به يې په هوا کې خوشې کوله تر څو دغه پيغام خپل هدف ته ورسوي. خو اوس دليږدونې دغه کار فقط دهيروئنو او نورو منشياتو قاچاقبرانو ته پاتې شوى دى اؤ هغوى چې دمحفوظې لارې مخدره مواد ديو ځايه بل ته قاچاق کول غواړي نو دکوترو په پښو پسې دهيروئنو ، چرسو يا نورو مخدره موادو وړې وړې پوڼۍ وتړي اؤ هغه عادت شوې کوترې په هوا کې خوشې کړي.
چې دغه کوترې خپل هدف ته ځان رسوي اؤ دغه شان ډير په محفوظه طريقه نن دکوترو دلارې دمخدره موادو قاچاقبرانو دقاچاق لاره موندلې ده چې سل په سله دخطرې څخه خالي ده.
خو بيا يو شمير خلق داسې دي چې هغوي کوترې محض دشوق له خاطره ساتلي وي اؤ ددغو کوترو په پالنه ډيرې لويې لويې خرچې کوي.
دکوترو هم مختلف قسمونه دي او دا په مختلفو نومونو ياديږي چې دلته دڅو نومونو ذکرکولى شي.؛
لال شيرازي، سب شيرازي، زيړ شيرازي، تور شيرازي، ګاګره، چيتره، چيندرو، سياه خال ، کوټه بند، غوره، بوره، لال مله، سياه سينه، لال سينه، روشنى، لال چپ، سياه چپ ، زردچپ،مُکيا،کيره، دوه چپه،مينه چپ، چواچيندر، مينه داغ، جوګى، شيشرو، کابره، لال خال، لکه، پټينچ، باذيګر اؤ قاصدوغيره.
په دغو ټولو کوترو کې قاصد تر ټولو ګران کوتر دى چې ديوې کوترې قيمت ددوؤ سوؤ څخه نيولې تر شلو زرو پورې وي ځکه چې کوتر بازان وايي چې قاصد دنورو په نسبت زيات هوښيار کوتر دى او ددې نسل دبهرنيو هيوادونو څخه پاکستان ته راوړل شوى دى.
دکوترو ساتل بيا ځانله يو داسې هنر دى چې هر څوک په دې نۀ پوهيږي اؤ په دغه هنر پوهه خلقو ته کوتربازان پخپله اصطلاح کې "استاذ" وايي.
چې د “استاذ” دکوتر بازانو مينځ کې ډير زيات قدر وي ، نوي شوقيان دخپلو کوترو تيارولو دپاره ددغو استاذانو خدمت ترلاسه کوي او دا "استاذان" دکوترو دسيل جوړولو باقاعده معاوضه اخلي.
کوتر بازان دخپلو کوترو دصحت هم پوره پوره خيال ساتي او دډاکټري اصولو مطابق په هر موسم کې کوترو ته خپل خپل خوراک برابروي لکه دا چې دژمي په موسم کې اکثر دکوترانو دناروغه کيدو ويره وي نو دوي دخپلو کوترانو دګرم ساتلو دپاره په دغه موسم کې پخپلو کوترو ګرم خوراکونه کوي.
عموماً په ژمي کې کوترو ته بادام ، پسته ، سوچه غوړي او دګډ لم ورکول کيږي او په هوړي کې ددې ديخ ساتلو په غرض فقط شړشم، هريړه او باجره ورکول کيږي خو ولې ددې نه علاوه هم داسې په سوونو مختلفې حکيمي نسخې کوتر بازان دځان سره لري چې دهر موسم مطابق دغه نسخې دوي دخپلو کوترانو دپالنې دپاره په کار راولي.
کوتر بازان چې کله دکوترو سيل الوزوي نو دوي کوشش کوي چې دخپل حريف کوترباز دکوترو سره خپل سيل ګډ کړي او دهغه کوترې پخپلو کوترو کې راکوزې کړي اؤ وې نيسي.
په ځينو وختونو کې ديو بل څخه دکوترو دنيولو په سر دکوتربازانو ترمنځ دومره لويې شخړې رامنځته شي چې هغه باقاعده ددښمنۍ شکل اختيار کړي او ددواړو خواؤ څخه دکوترو په سر څو څو مرګونه وشي.
دخپلو تنازعو دفيصله کولو دپاره هم کوتر بازانو خپل اصول ټاکلي دي او کله چې ددوؤ کوتر بازانو ترمنځ دکوترو په سر کومه تنازعه پيدا شي نو دهغې دهواري دپاره دوي باقاعده دنورو منځګړو کوتر بازانو جرګې يو بل ته ليږي او دغه جرګه دومره بااختياره وي چې کوم اړخ دکوتربازۍ داصولو خلاف ورزي کړي وي نو په هغوي باقاعده جرمانه هم لګوي.
دکوترو دخرڅون دپاره کۀ چرته دپاکستان په مختلفو ښارونو کې باقاعده منډهۍ جوړې شوي دي.
نو هلته اوس په ښاري او کليوالو سيمو کې خلقو دوړو وړو دوکانونو دننه جالونه لګولي وي او دخرڅ دپاره يې پکې کوتران خوشې کړي وي چې نور کوتر بازان دکوترو داخستو دپاره دغو جالونو ته ځي او په ګرانو ګرانو نرخونو کوترې ترلاسه کوي چې دا شان دکوترو شوق اوس باقاعده يوه کاروباري بڼه خپله کړې ده . دپيښور دګلبهار دسيمې يو اوسيدونکي شپيتۀ کلن تاجبر خان چې دتيرو پينځو ديرشو کالو راهسې کوتر باز دى وويل چې وړاندې به ما کوترې فقط دخپل شوق له خاطره ساتلې خو اوس مې کوترې ساتل يو کاروبار جوړ شوى دى.
دۀ وويل چې زما کوترې ما دومره تربيت کړي دي چې کله يې هم الوزوم نو دځان سره په ورځ کې خامخا درې څلور پردۍ کوترې راولي.
چې دغه کوترې بيا زۀ په بازار کې خرڅووم نو زر اتۀ سوه روپۍ مزدوري راته پکې پاتې کيږي خو ولې دکوترو نه ګټه کول بيا دهر چا د وس کار نۀ دى.
دپيښور داعجاز آباد اوسيدونکى انور خان چې دتيرو پينځلسو کالو نه دکوترو ساتلو شوق کوي او مالى حيثيت يې هم ښه دى وويل چې دا وخت دۀ سره څه دپاسه دوه سوه کوترې دي او دغه کوترې ترې په کال کې ديو نيم لکو څخه نيولي تر دوؤ لکو روپو پورې خرچه کوي.
دۀ وويل چې دکوترو دخوراکونو ژړا يو خوا خو مانه روزانه خلق دزردوؤ زرو روپو کوتران نيسي ولې ددغه تاوان باوجود هم دا داسې سپيرۀ مړى شوق دى چې خلاصون مې ترې نۀ شته..
دپيښور صدر يو لويې کوتر باز حاجى ضياء احمد چې پخپله په امريکا او ډنمارک کې لويې کاروبار لري، دخپلو کوترانو دپاره باقاعده درې نوکران ساتلي دي چې دغه هر يو نوکر ته دشپږو زرو روپو نه نيولې تر لسو زرو روپو پورې مياشتينى معاش ورکوي.
حاجى ضياء وايي چې دکوترو شوق دۀ ته ددۀ دپلار څخه په ميراث کې ورپاتې دى ولې چې دى ماشوم ؤ دپلار سره به يې په کوټه کوترې الوزولې خو دا چې اوس نوموړى په امريکا او ډنمارک کې خپل يو وسيع کاروبار لري هم ددغه شوق نه لاس نۀ اخلي او وايي چې کله هم ماته دکاروباري معاملو نه لږ غوندې فرصت ترلاسه شي نو زۀ خپلوکوترو ته راشم دا الوزوم او خپل شوق پوره کووم.
ښاغلى ضياء وايي چې ددۀ دکوترو مياشتنۍ خرچه تر يو لک روپو پورې رسيږي.
ولې دپيښور ديوسف اباد دسيمې دوه ويشت کلن زلمى رحيم ګل چې دخپل کور په يوه برخه کې يې دکوترو خرڅولو دپاره جال لګولى دى وايي چې کوترې خرڅول ددۀ دپاره يو ګټور کاروبار ثابت شوى دى او دى دورځې دڅلورو سوؤ نه واخله تر زرو روپو پورې مزدورې کوي.
رحيم ګل وايي چې دۀ ته دښار لويې لويې کوتر بازان هغه کوترې دخرڅ دپاره راوړي کومې چې هغوي نيولې وي او دغ ه کوتران چې کله دى په کومه بيعه واخلي نو دخرڅولو په وخت دهغې يو په دوه رقم داخستونکي نه اخلي.
دغو کوترو ته په مختلفو وختونو کې مختلف مرضونه هم لګي چې دمرض په صورت کې کوتر بازان دپيښور دباچا خان چوک سره نزدې دکوترو هسپتال ته خپلې ناروغه کوتري وړي او هلته ډاکټر د دکوترې دمعائنې نه پس کوتر باز ته نسخه ليکي چې بيا ددغه نسخې مطابق دوي ددوکانونو څخه دوايي اخلي او په کوترو يې استعمالوي خو کله چې کوم کوتر ګوزن ووهي نو عموماً دغه شان کوترې بيا کوتر بازان په مختلفو زيارتونو کې ددې سوچ دلاندې خوشې کوي چې دغو زيارتونو کې دکوترو ګوزن ښۀ کيږي.

XS
SM
MD
LG