لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيګرو پونټى: بيړنى حالت ختم  دميډيا څخه قدغنونه پورته او نيول شوي  سياسي کارمندان پريښودل شي


دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي بيړنى حالت په ځايې کولو، دسياسي کارمندانو ګرفتارۍ او په ميډيا قدغنونه لګول دروڼ انده ټولټاکنو سره سمون نۀ خوري. اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت ښاغلي پونټى وويل دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف سره مې په ليدنه کې په دۀ ټينګار وکړو چې بايد دروڼ انده ټولټاکنو دپاره بيړنى حالت ختم ، دميډيا څخه قدغنونه پورته او نيول شوي سياسي کارمندان او دمدني ټولنې غړي پريښودل شي ووي.
ښاغلي پونټى وويل په سوات کې بنسټ پالان موجود دي او ددوي دمخنيوي دپاره کوټلو ګامونو اخستو ته اړتيا ده. دۀ وويل پاکستاني پوځونه دسوات په هغه سيمو کې په هلو ځلو بوخت دي چرته چې بنسټ پالان په قوت کې دې او امريکا دپاکستاني ځواکونو دفعاليتونو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG