لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوچی ډب یوه پخواني ولسي لوبه


”اوچي ډب “ يو ډول کليواله لوبه ده چې دپښتنو په ميداني سيمو کې دماشومانو او زلميو ترمينځه کولى شي.
دپښتنو سيمه کې په مختلفو سيمو کې ګلى ډنډه، توپ ډنډه،کبډي، والي بال،باسکټ بال، کرکټ، مخه ويشتل، پټ پټوڼى، او نورې لوبې کيږي خو ”اوچي ډب “ پکې دميداني سيمو مشهوره لوبه ده.

.اوچي ډب “ کې دلوبغاړو څه خاص شمير ضرورى نۀ وي بلکې ديو نه زيات کۀ هر څومره لوبغاړي وي

دهغوي ترمينځه د ”اوچي ډب “ کيدل ممکن وي خو عموماً دپښتنو په ميداني سيمو کې د ”اوچي ډب “ دلوبغاړو شمير دڅلورو ، پينځوؤ نه شلو او پينځوويشتو هلکانو ته رسيږي.

د ”اوچي ډب “ يو ځانګړتيا داهم ده چې دا شان اکثرې لوبې دهلکانو ددوؤ دوؤ ډلو ترمينځه کولى شي.

اؤ دهرې ډلې دلوبغاړو شمير برابر برابر وي. يعني قريباً ټولې لوبې په تکۍ(جفت) لوبغاړو کيږي خو ”اوچي ډب “ په ناتکۍ(طاق) لوبغاړو هم کيږي او په جفت لوبغاړو هم کيدے شى او دا ځکه چې ”اوچي ډب “ کې ديو لويې فراخه ميدان او دجيم دوړوکي بال ضرورت وي.

لوبغاړي ميدان ته را اوځي دلوبې شروع کولو دفيصلې سره سم بال (غونډسکى يا ډنډۍ) موجود لوبغاړو کې کوم لوبغاړى اسمان اړخ ته يعنى په بره وولي او دهغې (بال) زمکې ته راتللو سره سمدستى په بال دلوبغاړو ترمينځه ديو او بل د ويشتلو سلسله پيل شي.

”اوچي ډب “ کې چې هر کوم لوبغاړى په بال ګزار وخوري هغه بيا بال قابو کوي او په بل نزدې کوم لوبغاړي ډب چلوي دا شان دا لوبه دنيم ساعت څخه دوؤ او دريو ساعتونو پورې جاري وي

او دژمي په موسم کې هم په لوبغاړو خولې راماتې وي. ”اوچي ډب “ کې لوبغاړو ته ديو بل نومونه ياد ساتل ضروري وي.

ځکه چې لوبغاړي پکې دځان بچ کولو دپاره اکثر يو بل ته نومونه اخلي او دمنډې وهلو ياداښت ورکوي.

” ”اوچي ډب “ دنورو لوبو نه په دې هم منفرده او ځانګړې ده چې زياتره لوبو کې دډلو يا ټيمونو مشران مقرر وي ولې ”اوچي ډب “ کې دډلو مشران نۀ وي او نۀ دا لوبه دنورو لوبو په شان دمقابلې او ګټې تاوان لوبه ده بلکې دنورو لوبو نه بيخي جدا دا لوبه ددوؤ ډلو ترمينځه دمقابلې کولو په ځايې صرف دورزش ذريعه ده.

”اوچي ډب “ يو قسمه جنګي مشق هم دىکوم چې دماشومانو او هلکانو ترمينځه کيږي، دې لوبه کې هغه لوبغاړى زيات وهل او ګزارونه خوري څوک چې بال ته شاکوي ځکه چې داسې لوبغاړي اکثر دشاله اړخه په سر، ملا يا دوجود په کومه بله برخه په بال ښه مضبوط ډب خوري او کوم لوبغاړي چې بال ته نۀ شا کوي، هغه دوړاندې لوبغاړي لخوا راويشتل شوى بال”کيچ“ کړي او په بل لوبغاړي پرې ګزار وکړي.

دا لوبه دچمتو اوسيدو او دذهن دحاضر ساتلو او مغزو څخه دکار اخستلو په وجه دلوبغاړو ذهن هم توانا کوي او مضبوطوي. دوخت سره سره ”اوچي ډب “ لوبه دپښتنو دسيمې څخه وتلې او اوس خو زياتره ځايونو کې خلق د”اوچي ډب “ نوم سره هم نابلده شول شايد چې د”اوچي ډب “ ختميدو او له منځه تللو لويه وجه دابادۍ زياتيدل وي اؤ دا ځکه چې ”اوچي ډب “ دپاره فراخه ميدان بيخي ضروري وي او موجوده وخت کې دابادۍ داضافې له امله دفراخه ميدانونو کمی دى

XS
SM
MD
LG