لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښوردګلونوکۀ درکشو ښار؟


دپيښور په وړوکي ښار کې 8361 رکشې دګرځيدو قانوني اجازه لري خو ولې دا وخت په اؤ ددغو رکشو هارنونو اؤ ترخو لوګيو دپيښورداوسيدونکونه نفسياتي مريضان جوړ کړي دي.

پيښور چې يو وخت کې دګلونو په ښار ياديدۀ نن دګلونو دغه ښار درکشو په ښار بدل شوى دى اؤ دا وخت دپيښور ټوله ښکلا کۀ يو خوا دښار دننه لويو لويو عمارتونو ، ناجائزه تجاوزاتو، تنګوکوڅو اؤ سړکونومتاثره کړې دې نو بلخوا په پيښور ښار کې چليدونکو په زرګونو رکشوددې ځايي دوګړو ژوند عذاب کړى دى. پيښور چې ديو ويشت لکه ابادۍ يو وړوکى غوندې ښار دى.
دا وخت په دې ښار کې څۀ دپاسه اتۀ ويشت زره رکشې په سړکونو ګرځي راګرځي هم دغه شان په لکونو لارۍ، موټرې، ويګنې ، موټر سائيکلې اؤ دسورلۍ نورې وسيلې هم دپيښور په سړکونو ليدل شي.
چې ددغه بې کچه ګاډو په وجه کۀ يو خوا هر وخت دښار سړکونه جام وي نو بلخوا ددغه ګاډو هارنونواؤ لوګيو هم ددې ښار داوسيدونکو نه نفسياتي مريضان جوړ کړي دي.اؤ ددې ترڅنګ دټريفک حادثې هم دلته په دومره لويي شمير کې رامنځ ته کيږى چې شايد دپاکستان په نورو برخو کې يې مثال وموندل شي.
خو ولې دا وخت چې دپيښور ښاريانو ته کومه لويه ستونزه پيښه ده نو هغه په ښار کې درکشو بې کچه اضافه ده. ولې چې په دې وړوکي غوندې ښار کې د28000 رکشو هارنونو اؤ لوګيو يقيناً چې نۀ يوازې دپيښور ښار ښکلا متاثره کړې ده بلکې ددې ځايي داوسيدونکو په نفسياتو يي هم بدې اغيزې کړي دي.
حکومت دپيښور ښاردننه فقط 8361 رکشو ته دګرځيدو قانوني پرمټونه جارى کړي دي.خو ولې دغه شمير اوس د28000 څخه اوښتى دى. ځکه چې دصوبه سرحد دمختلفو نورو ضلعو څخه هم خلقو خپلې رکشې پيښور ته رامنتقل کړي دي.
اؤدلته دګنجائش دنشت والى باوجود ورځ په ورځ درکشو په دغه شمير کې اضافه کيږي چې ددې په وجه نۀ يوازې دپيښور ښاريان سخت پريشانه دي بلکې دټريفک پوليس هم دستونزو سره مخ شوي دي.ولې چې دښار سړکونه اکثر هم ددغو رکشو په وجه بنديږي .
دپيښور دټريفک دپوليسو مشر درکشو شمير کې دبې کچه اضافې ذمه وار ضلعي حکومت ګرځوي او وايي چې ضلعي حکومت دخپل سياست چلولو دپاره داولس ستونزو او دقانون دپلى کولو طرف ته هيڅ توجو نۀ کوي اؤ هڅه يې دا ده چې نورې رکشې هم دپيښور په سړکونو بار کړي.
خو ولې درکشودانجمن مشر امان الله بيا دريځ لري چې دپيښور دټريفک پوليس درکشو دمخې په نيولو سره غواړي چې درکشو دزرګونو ډرائيورانو دخلې څخه نمړۍ وتروړي ، درکشو دانجمن صدر په پيښور کې درکشو زياتوالى ددې ځايي دښاريانو ضرورت ګڼي او زياتوي چې کۀ چرې دلته خلکو ته په رکشو کې دګرځيدو ضرورت نۀ ؤ نو ولې به دنورو ضلعو څخه خلکو پيښور ته خپلې رکشې رامنتقل کولې؟
خو سوال دا دى چې دخلکو دضرورت او دپيښور غوندې دوړوکي ښار دګنجائش پيمانه بايد څنګه وټاکل شي؟
کله چې دروان کال (2007) دمئ دمياشتې په وروستۍ اوونۍ کې دپيښور درکشو لخوا ددريو ورځو اعتصاب وشو نو دپيښور ښاريانو دتکليف باوجود مطبوعاتو کې بيانونه جارى کړل چې دوي دغه درې ورځې ډيرې په سکون او په ارام ځکه تيرې کړې چې نۀ خو يې په سړکونو درکشو ټرارتر غوږو شو او نۀ يې درکشو دسلنسرو نه وتونکو تورو سخا لوګيو مرۍ بندې کړې.
دا وخت په پيښور کې دټريفک دپوليسو او درکشو دډرائيورانو ترمنځ درکشو په تعداد کمولو شخړه روانه ده اؤ درکشو ډرائيورانو دټريفک پوليس نه دغير قانوني رکشو دپيښور څخه دويستلو دپاره دوه مياشتې مهلت غوښتى دى.
چې دغه مهلت هم اوس په ختميدو دى خو ولې دپيښور دټريفک دپوليسو مشرښاغلى کيپټن ريټائرډ روميل اکرم چې يو وخت کې دغير قانوني رکشو دپاره عذاب تصور کيدو هغۀ هم اوس درکشو دبهير په وړاندې خپلې حوصلې بائيللي دي او وايي چې ددوؤ مياشتو دمهلت په پوره کيدو به دټريفک دپوليس لخوا دغير قانوني رکشو په ضد شروع کيدونکي عمليات ځکه کومه ګټوره نتيجه ونۀ لري چې ضلعي حکومت زمونږ دکارونو مخې ته خنډان پيدا کوي. مونږ قانون عملي کول غواړو اؤ ضلعي حکومت سياست په مخکې بيايي چې دقانون او سياست په دغه منځ کې دريمه لاره پيدا کول مونږ ته مشکله ښکاري.

XS
SM
MD
LG