لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ کې ځان وژونکي بريدونه ، ګڼ پوځيان مړۀ


دپاکستان په پينډۍ ښار کې داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي په کيمپ او دپوځ په مرکز جي ايچ کيو دوه ځان وژونکي بريدونه وشول چې له امله يې تر ديرشو زيات کسان مړۀ او ګڼ شمير ژوبل شوي دي.
دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرل وحيد ارشد وايي په بريدونو کې ١٧ کسان مړۀ او ګڼ شمير ژوبل شوي دي.
ولې ازادې سرچيني دمړو شمير پينځه ديرش تنه ښايي.
نن دخالي په ورځ دپينډۍ په فيض اباد سيمه کې دپوځيانو په يو کيمپ چې حمزه کيمپ نوميږي هغه وخت يو ځان وژونکى بريد وشو کله چې ددفاع دوزارت يو بس دغه کيمپ ته ننوتلو.
په بس پسې وروستو يو وړوکى ګاډى هم کيمپ ته ننوتلو چې بيايوناڅاپه دغلته يوه درنه چاؤدنه وشوه چې له امله يې ددفاع وزارت په بس اور ولګيدو عيني شاهدان وايي ددفاع وزارت بس کې ترڅلويښتو زيات کسان ناست وؤ.
دبريد له امله زياتره مړي دپيژندګلو څخه وتلي دي ويل کيږي په وژل شوؤ کې زيات شمير پوځيانو تعلق دپاکستان داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي سره دى دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرل وحيد وويل په بريد کې ١٥ کسان وژل شوي دي .
دبريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله ساحه خپله ولکه کې واخسته او داسلام اباد په لوري غزيدلي سړکونه يې وتړل دوهم ځانمرګي بريد دپاکستاني پوځونو دمرکزجي ايچ کيو په خلۀ کې په يوه امنيتي پوسته وشو په دغه بريد کې دځان وژونکي په شمول دوه کسان مړۀ او لږ ترلږه پينځه ژوبل شول.
په تيرو دوؤ مياشتو کې دپاکستان په پينډۍ ښار کې په امنيتي پوځونو پينځه ځان وژونکي بريدونه ترسره شوي چې له امله يې تر ٦٠ ؤ زيات کسان مړۀ او يو شمير ژوبل شوي دي په وژل شوؤ کې زياتره پوځيان دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG