لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتوادب او میډیا د11 ستمبر دپيښو اثرات


يوولسم ستمبر دنړۍ دتاريخ هاغه مهمه ورځ ده چې دانساني ژوند په مختلفو اړخونو يې خپل ژور اثرات پريښي دي .
شپږ کاله اګاهو يعنې په کال 2001ء کې چې کله تروريستانو دامريکا دمتحده ايالاتو دسوداګرۍ په نړيوال مرکز اؤ پينټاګان ترهه ګريز بريدونه وکړل نو دهغې څخه را په ديخوا نړيواله ټولنه دې ته متوجې شوه چې کۀ چرې په نړۍ کې بنسټ پالان او تروريستان خپلې مخې ته ازاد پريښودل شول.
نو دوى به نۀ يواځې دانساني ژوند ځاندره تباه کړي بلکې دنړۍ په مخ به دامن ، سولې او محبت نوم او نخښان پرې نۀ ږدي.
ځکه خو د امريکا په مشرۍ دنړۍ هيوادونه د ترهه ګرۍ اؤ بنسټ پالنې په ضد يو موټى شول. اؤ ديو نړيوال ائتلاف په توګه يې دتروريزم په ضددمبارزې اعلان وکړو.
څومره چې ديوولسم ستمبر دپيښو په نتيجه کې دنړيوالې ټولنې توجو دبنسټ پالنې او تروريزم په ضد مبارزې ته راوګرځيده دهغې نه سوچنده زيات دنړۍ په مختلفو برخو کې خوارۀ بنسټ پالان او تروريستان دخپلو انسان ضد پلانونو عملي کولو ته چمتو شول .
او ددنيا په مخ يې دبې ګناه انسانانو دومره بې دريغه وينې وبهيولې چې انسانيت په دغه ظلم او بربريت په چغو چغو وژړل .
په عراق اؤ افغانستان کې دتروريزم په ضد دنړيوالې ټولنې لخوا دشروع کړى شوې جګړې سره دا خبره ثبوت ته ورسيده چې تروريستانو او بنسټ پالانو يواځې په عراق او افغانستان کښې نۀ بلکې دنړۍ په زياتره ملکونو کې خپلې جرړې مضبوطې کړي د ي.
اؤ دوي چې وغواړي نو څه وخت هم د يوولسم ستمبر دپيښو په شان واقعات تکرارولى شي. ديوولسم ستمبر پيښو کۀ يو خوا په نړۍ کې دخورو ورو انتها خوښو او تروريستانو دناوړه ارادو څخه پرده پورته کړه نو بلخوا دنړۍ د اولسونو په ذهنونو هم دغه پيښو خپل ژور اثرات پريښودل اؤ دوي يې په دې سوچ مجبوره کړل چې دنړۍ په مخ دترهه ګرۍ بازار چا ،دکومو عواملو په وجه، دڅه مقصدونو دپاره ګرم کړى دى؟
اؤددې دمخنيوي لارې چارې به څه وي؟
يقيناً چې دتيروشپږو کالو څخه رانيولې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې دبنسټ پالنې اؤ تروريزم په حواله دميډيا له لارې يو نۀ ختميدونکى بحث پيل شوى دى چې ددغه بحث په نتيجه کې زيات هغه خلک کوم چې دتروريزم يا انتها خوښۍ دنومونو سره نااشنا وؤ هم اوس ددې موضوع سره بلد شوي دي او ښۀ په ډاډه زړۀ دتروريزم په برخه کې خپل نظر ښکاره کوي.
خو ولې ديوولسم ستمبر پيښو بيا په ځانګړي ډول دباشعوره ، ځيرکې او حساسې طبقې سره زيات غم ملګرى کړى دى او نن هم دنړۍ په يو شمير هيوادونو کې د ليکوالو، شاعرانو، اديبانو، ژورنالستانو،عالمانواؤ نورو قلموالو له اړخه دتروريزم دمخنيوي په حواله دخپل خپل کردار ادا کولو عمل دوام لري. بلکې دغه طبقه خلک نۀ يواځې دا چې دتروريزم دمخنيوي په حواله پخپله دمختلفو لارو څخه هلې ځلې کوي بلکې نور خلک هم دې ته هڅوي چې په نړۍ کې دامن ، سولې ، ثبات او پرمختيا دپاره دخپل کردار دائره پراخه کړي .
چونکې ديوولسم ستمبر دپيښو مسؤليت القاعده پخپله غاړه اخستى ؤ اؤ دالقاعده دسر مشران لکه اسامه بن لادن، ايمن الظواهرى ، خالد سلمان شيخ او په لسګونو نور دافغانستان په خاوره کې پټ شوي وؤ ځکه نو دامريکا په مشرۍ کې دنړۍ شپږ ديرش هيوادونه دناټو په شکل کې دتروريزم دځپلو دپاره افغانستان ته راغلل اؤ دلته يې يوه پراخه جګړه پيل کړه چې دغه جګړه نن شپږ کاله وروستو هم په جوبن کې ده.
ځکه نو مونږ وئيلى شو چې ديوولسم ستمبر دپيښو زيات اثر هم ددې منطقې داولسونو په ژوند شوى دى. اؤ ددې سيمې هر وګړى اوس دتروريزم اؤ انتها خوښۍ له امله پيښو خطروته متوجې شوى دى. هم دغه وجه ده چې په افغانستان او پاکستان کې کۀ يو خوا ميډيا دتروريزم اؤ بنسټ پالنې په
ضد پيل شوي جنګ کې خپل ځلانده کردار ترسره کوي نو بلخوا ددې خاورې ليکوال، شاعران،اديبان اؤ دقلم خاوندان هم په دغه حواله دخپل مسؤليت څخه بې خبره نۀ دي.اؤبرابر خپلو اولسونو کې په دې حواله دشعور خورولو هڅې کوي ديوولسم ستمبر دپيښو نه اګاهو کۀ مونږ دپښتو په ادبياتو نظر وزغلوؤ نو په پښتو شاعرۍ او نثري اصنافو کې به راته دامن ، مينې ، محبت ، ورورولۍ اؤ اخوت دجذبو يوه پريمانه ذخيره په لاس راشي .
خو ولې دانتهاخوښۍ اؤ تروريزم په ضدچې په باقاعده ډول کوم تخليقات زمونږ تر سترګو کيږي نو هغه به ديوولسم ستمبر دپيښو نه را په ديخوا ښکل شوي وي.
په پښتو ادب کې شاعرانو دترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په موضوع نظمونه وليکل، افسانه ليکونکو افسانې تخليق کړې ، ناول ليکونکو پخپلو ناولونو کې دغه طرف ته اشاره وکړه او ډرامه نګارانو دخپلو ډرامو دلارې د انتها خوښۍ او تروريزم دعواملو او نقصاناتو څخه خپل اولس خبر کړو.
هم دا راز دپرنټ او اليکټرانک ميډيا له لارې په دې حواله دپښتنو ليکونکيو لخوا ګڼ شمير داسې خپرونې مخې ته راغلې چې هغې پښتون اولس ته ددې سوچ دعوت ورکړو چې په نړۍ کې بنسټ پالنه اؤ انتها خوښي څوک خوروي ، ددې دزيږيدو علتونه څه دي ، دبې ګناه اولسونو په ژوند ددې اثرات څه دي؟
اؤ د تروريزم او انتها پسندۍ له لارې کوم خلک ، کومې ګټې لاس ته راوړي؟ دانتها خوښۍ اؤ تروريزم دغه بهير چې په يوولسم ستمبر رامات شو يقيناً چې ډير نقصانانونه يې په خپل ځان کې ولرل ولې چې يواځې په ورلډ ټريډ سنټر کې په زرګونو امريکايان په خپلو وينو کې ونۀ لمبيدل بلکې ددغه پيښو نه وروستو چې دنړۍ په مختلفو هيوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان او دپاکستان په قبائيلي سيمو کې کومه جګړه پيل شوې ده په دغه جګړه کې په زرګونو بې ګناه پښتانۀ دظلم اؤ بربيت ښکار شول.
خو ولې ددې ترڅنګ ديوولسم ستمبر پيښې پخپل ځان کې دننه دپښتنو دپاره ځينې ګټې هم لري او هغه دا چې کۀ ددې له امله يو خوا په پښتون اولس کې دتروريزم او بنسټ پالنې په ضد شعور بيدار شو.
نو بلخوا پښتو ژبې ته هم دغه جنګ په مستقيم يا غير مستقيم ډول زياته ګټه ورسوله. ځکه چې ديوولسم ستمبر نه پس په دې سيمه کې دپښتو ګڼ شمير دټي وي او ريډيو چينلونو خپرونې پيل کړې ، نوې نوې مجلې اؤجريدې رامينځته شوې کومې چې په پښتو ژبه خپرونې کوي.
اؤ دټي وي ، ريډيو په دغو چينلونو ، مجلو او جريدو کې نۀ يواځې دا چې پښتنو ژورنالستانو ته دخپلو صلاحيتونو دڅرګندولو يوه غوره موقعه په لاس ورغله بلکې په سوونو هاغه ژورنالستان هم ورسره په روزګار مشغول شول چې پخپلو څانګو کې دزيات مهارت لرلو باوجود دپښتو صحافت په لنډه تنګه لمن کې نۀ ځائيدل او هم دا شان نن دغه په سوونو پښتانۀ ژورنالستان دپښتو چينلو ، مجلو او جريدو له لارې دخپلې ژبې ، کلتور، ادب اؤفرهنګ پالنه کوي بلکې نړۍ ته ددې پيغام دورکولو هڅې يې هم جاري ساتلي دي چې پښتانۀ په بنيادي توګه انتها خوښي يا تروريستان نۀ دي بلکې دوي دامن،مينې، سولې اؤ محبت غوښتونکي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG