لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا ځپلې دنیا د ۲۰۲۱ کال هرکلی په کوم انداز کې وکړو؟


د چین په وهان ښار کې د نوي کال ننداره. کرونا وایرس د دغه ښار نه خپور شوی دی
د چین په وهان ښار کې د نوي کال ننداره. کرونا وایرس د دغه ښار نه خپور شوی دی

د کرونا وایرس له امله د دنیا اووه اشاریه اته ارب انسانانو تلونکي کال ته مخه ښه او د نوي کال هرکلی د عامو وختونو د خوشحالیو او دستورو نه بغیر وکړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې په خپل رپورټ کې د دنیا په بېلا بېلو ملکونو کې د نوي کال شروع کېدو ته کتنه وکړه.

د روس سرښار ماسکو نه قریباً ۱۵۰ کلومېټره د کلوګا ښار د کال د اخیرۍ شپې او د نوی کال د هرکلي مرکز ګڼل کېږي. تلونکي کال ته د خدای په امانۍ او د راتلونکي کال د هرکلي دپاره په کلوګا کې خصوصي غونډې او محفلونه کیږي او په زرګونو خلک جمع کیږي.

که څه هم د روس په دغه ښار کې د سیاحانو دپاره ځینې دستورې په محدوده کچه وشوې خو زیاتره مراستم د کرونا وایرس له امله ځنډول شوي وو.

ترکي د نوی کال هرکلی په داسې حال کې وکړو چې په ملک کې د څلورو ورځو دپاره لاک ډاون پرځای کړی شوی و او صدر رجپ طېب اردوان قانون نافذ کوونکو ادارو ته امر کړی و چې په هوټلونو کې د نوي کال د محفلونو په ضد اقدامات وکړي.

د يورپ په نورو ملکونو کې، د بېلجیم برسلز ښار نه واخلې د جرمني تر برلن ښار پورې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای شویو ګامونو په سبب د نوي کال خوشحالۍ په کمه کچه وشوې.

په فرانس کې د ګرځبندیز یا کرفیو عملي کوولو دپاره ۱۰۰۰۰۰ اضافي امنیتي ځواکونه پرځای کړی شوي وو.

د یونان سرښار اېتنز کې د شپې د لسو بجو نه پس کرفیو یا ګرځبندیز پرځای کړی شوی و.

په برطانیه کې ولس ته وېل شوي وو چې د نوي کال هرکلی دې په محفوظ توګه د کور نه وکړي. په سرښار لندن کې د لاک ډاون نه نه یوازې د نوي کال دستورې بلکې د کرسمس د خرېدارۍ رونقونه هم متاثر شوي وو. او د ټېمز دریاب دپاسه د اتش بازۍ ننداره هم منسوخ شوي وه.

که څه هم په دوبۍ کې د نوي کال هرکلی د برج االخلېفه سره نژدې په اتش بازۍ وشو خو د کرونا وایرس په سبب پرخای بندیزونو سیاحان څه قدرې مایوس کړي وو. بشیر شیهو د ابوجا، نایجرییا، نه د خپلې کورنۍ سر دوبۍ ته د نوي کال دپاره ورغلی و ای پي خبري ادارې ته یې وویل چې که څه هم په دوبې کې هر څه خلاص دي او د کرونا وایرس دپاره قوانین پرځای کړی شوي دي."دعا کوو چې اینده کال په ازادۍ (دنوي کال) دستورې کولی شوو."

په هندوستان کې نوي کال ته د هرکلي په موقع ګرځبندیزونه پرځای وو. په هوټلونو کې او په ساحل د خلکو په یوځای کېدلو پابندي وه.

جاپان د نوي کال هرکلی په داسې حال کې وکړو چې په ملک د کرونا وایرس کېسونه په زیاتېدو دي. د سرښار ټوکیو ګورنرې یا والي په خلکو غږ کړی و چې د نوي کال دستورې دې نه کوي. هغې وویل کرونا وایرس د کال ختمېدل او د نوي کال خوشحالي نه پیژني.

په جنوبي کوریا کې د پنځو نه د زیاتو خلکو په یوځآی کېدلو پابندي وه. په سرښار سول کې د نوي کال د شروع کېدو په موقع جرس غږول کېږي. د ۱۹۵۳ راهسې په لومړي ځل د سول دغه جرس سږ کال خاموش و.

د اسټرېلیا د سډني ښار په ساحل د نوي کال د اتش بازۍ ننداره سږکال خلکو د کورونونه وکتله.

د امریکې نیویارک ښار په ټایمز سکویر یا چارسو کې هغه روایتي ګڼه نه وه چې خلک په زرګونو خلک پکې د نوي کال د شروع کېدو په انتظار د یو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي. د سېلګرو او تماشبینو پرځای سږ کال د نیویارک په ټایمز سکویر کې پولیس په لوې تعداد کې موجود وو.

د برازیل په ریو ډې جنېرو ښار کې د سمندر په ساحل د نوي کال روایتي غوڼده ځنډول شوي وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG