لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیگ (ن) د ايبټ اباد پلټنيز کميشن رد کړى


مسلم لیگ (ن) د ايبټ اباد پلټنيز کميشن رد کړى
مسلم لیگ (ن) د ايبټ اباد پلټنيز کميشن رد کړى

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر او دمسلم ليگ(ن) مرکزي مشر چوهدري نثارعلي خان د ايبټ اباد د پيښې دپلټنو لپاره په جوړ کړل شوي تحقيقاتي کميشن دتحفظاتو څرگندولو په ترڅ کې په 18مه مئ وزيراعظم ته ليکل شوى خط ميډيا ته جاري کړى او وئيلي يې دي چې دکميشن دجوړيدو لپاره د مخالفې ډلې مشر په باور کې نۀ دى اخستل شوى.
هغه وئيلي چېد انفرادي او شخصي نظرياتو يو طرف ته کيښودلو سره به کار کول وي او دپارليماني قرارداد په رڼا کې يو داسې کميشن جوړول پکار ؤ چې ورته اولسي ملاتړ ترلاسه وى.
په دغه خط کې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر وئيلي چې دايبټ اباد په پيښه دتحقيقاتي کميشن په جوړولو کې اپوزيشن سره مشوره نۀ ده شوې.
وزيراعظم ته په ليکل شوي خط کې دمخالفې ډلې مشر دازاد تحقيقاتي کميشن انکوائري کميشن ايکټ 1`956ء لاندې دجوړولو غوښتنه کړې وه چې د30ؤ ورځو دننه به دخپل رپورټ ورکولو پابند وي، خو حکومت دتحقيقاتي کميشن جوړونه دمخالفې ډلې په باور کې داخستو څخه بغير وکړه.
په 18مه مئ وزيراعظم ته ليکلي خط کې دمخالفې ډلې مشر دجسټس ريټائرډ شفيع الرحمان، جسټس ريټائرډ فخر الدين جي ابراهيم، مجيد نظامي، محمود اچکزي، عاصمه جهانگير او جسټس ريټائرډ رانا بگهوان داس نومونه تجويز کړي وؤ.
اخوا دپاکستان داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزيره ډاکتر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې دايبټ اباد دعملياتو په حقله جوړ شوى پلټنيز کميشن په مکمله توگه بااختياره دى او چې دغه کميشن څه رپورټ هم ورکړي حکومت به پرې مکمل عمل درامد کوي.
هغه وائي چې دکميشن دجوړيدو څخه وروستو سياسي نجوميانو ته پکار دي چې خپل سياست بند کړي او دکميشن رپورټ ته انتظار وکړي.
دشورو په ورځ په لاهور کې دشاکر علي ميوزيم ددورې په موقعه ميډيا سره خبرو کې وفاقي وزيرې وويل چې دپارليمنټ دمتفقه قرارداد دمنظورۍ مطابق دتحقيقاتي کميشن جوړيدنه دپارليمنټ سرلوړي او دسياسي گوندونو او جمهوريت گټه ده.
وفاقي وزيرې وويل چې دخبريال سليم شهزاد په وژنه وفاقي حکومت او پيپلز گوند خفگان کوي ، وزيراعظم گيلاني ددغه پيښې نوټس اخستى او تحقيقاتي کميټي يې جوړه کړې چې دټول وضعيت پلټنه به کوي او ددې څخه وروستو چې کوم حقيقتونه مخې ته راشي عمل به پرې کولى شي.
بل لوري ته دپاکستان دقانون وفاقي وزير مولا بخش چانډيو وئيلي دي چې دايبټ اباد په پيښته جوړ کړل شوي تحقيقاتي کميشن په حقله داپوزيشن سره صلاح مشوره شوې وه او دچيف جسټس سره دمشورې کوم وړانديز نۀ ؤ.
ميډيا سره خبرو کې مولا بخش چانډيو وويل په کميشن کې هاغه کسان شامل کړل شوي چې غيرمتنازعه دي ځکه نو داپوزيشن دمشر اعتراض سم نۀ دى.
تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دپاکستان په حدودو کې دموجوديت او په 2مه مئ ايبټ اباد کې ترسره شوؤ امريکائي عملياتو کې دهغه دوژنې دمعاملې پلټنو لپاره تحقيقاتي کميشن جوړ کړى دى.
دنهې په شپه دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې دپينځه تني کميشن مشري به دسپريم کورټ اف پاکستان لوړپوړى جج جسټس جاويد اقبال کوي.
دکميشن په غړو کې دسپريم کورټ پخوانى جج جسټس(ر) فخر الدين جي ابراهيم، پخوانى ليفټننټ جنرل نديم احمد، دپوليسو پخوانى ائي جي عباس خان او پخوانى سفير اشرف جهانگير قاضي شامل دي.
دکابينه ډويژن وفاقي سيکرټري نرگهس سيټهي دکميشن سيکتره ټاکل شوې ده.
خو بيان کې دا نۀ ده واضحه شوې چې کميشن به څومره وخت کې دخپلو پلټنو رپورټ جمع کوي.
مقامي ميډيا سره خبرو کې دسپريم کورټ بار ايسوسيايشن صدرې عاصمه جهانگير وئيي دي چې دکميشن دمشر ټاکنه غيرقانوني ده ځکه چې په دې معامله دسپريم کورټ چيف جسټس ،جسټس افتخار چوهدري سره مشوره نۀ ده شوې.
عاصمه جهانگير وويل چې هغې جسټس افتخار چوهدري سره په دې موضوع خبرې کړي او مشر قاضي وئيلي چې هغه په دې اړه نۀ دى خبر کړل شوى.
بايد وويل شي چې په پاکستان کې چې کله هم دمهمو پيښو دپلټنو دپاره دغه رقم کميشنونه جوړ کړل شوي نو هغې کومې ډاگيزې نتيجې نۀ دي ورکړي.
دکال 1971ء دجگړې له امله چې کله مشرقي پاکستان دپاکستان دلاس څخه ووتلو نو دهغې څخه وروستو دحمودالرحمان کميشن په نوم دسترې محکمې دپخواني مشر حمودالرحمان په مشرۍ يو کميشن جوړ کړل شوى ؤ چې مقصد يې دبنگله ديش دازادۍ دجگړې په مهال دبنگله ديش دازادۍ دجگړې په مهال دپاکستان دسياسي او پوځي ناکاميو علتونه لټول وؤ خو دغه کميشن هم خپل تيار کړل شوى راپور بيا مخې ته رانۀ وړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG