لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولن : لشکر طېبه گردې نړۍ لپاره یو گواښ دی


Amira Mortada and a colleague in the field after clashes broke out across Egypt in response to Morsi's ouster, August 2013. (Courtesy of Amira Mortada)
Amira Mortada and a colleague in the field after clashes broke out across Egypt in response to Morsi's ouster, August 2013. (Courtesy of Amira Mortada)

امريکا د غېرقانوني گرځول شوي تندروه تنظیم لشکر طیبه په سېمه او نړۍ کې د زیاتیدونکي اغېز باندې اندیښنې ښودلې دي او دغه تنظیم د فعالیتونو پرضد یې عملیاتو کولو باندې زور ورکړی دی.

د امریکا د گډو ځواکونو د کميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن په اسلام اباد کې د خالې په شپې خبریالانو سره په خبرو کې پاکستان کې لشکر طېبه د گردې نړۍ لپاره یو گواښ گرځولې دی. ښاغلي مولن وویل د لشکر طیبه په توان او ارادو له مخې دغه تنظیم اوس یو خطرناک تنظیم جوړ شوی دی او فعالیتونو یې افغانستان او نورو هېوادو پورې راسېدلې دي.
خبريالانو سره په خبرو کې مائيک مولن وویل هغه دپاکستاني استخباراتي شبکې ائي ايس ائي دهاغو فعاليتونو په بابله په انديښنو کې شريک دى په کومو کې چې تورلگول کيږي ائي ايس ائي په افغانستان کې د حقاني د ډلې او لشکرطيبه په گډون دترهگرو ډلو ملاتړ کوي. هند د کال 2008م دممبۍ ترهه گريز بريدونو تور په تندروه ډلې لشکرطيبه لگولی دی او په دغو بريدونو کې دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي لشکرطيبه ته کومک ورکړى ؤ خو پاکستان مدام ددغسې تورونو رد کړى دى. په دغه ترهه گريزو بريدونو کې 166 کسان وژل شوي وؤ. ښاغلي مولن څو ورځې وړاندې انديښنه ښودلې وه چې تندلاري د کال 2008م دممبۍ دترهگريزو بريدونو په څير په هند يو بل ترهگريز بريد هم کولى شي او کۀ چرې دغسې وشي نو په انډيا بل ترهگريزوار دهند او پاکستان ترمينځ دجگړې لامل گرځيدلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG