لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دتندلارو بريد اؤ بمي چاؤدنو کې ١٧ اولسي وگړي وژل شوي


دخالي په ورځ چارواکو وئيلي دي افغانستان کې شوؤ يو شمير بريدونو کې لږ ترلږه ١٧ اولسي وگړي وژل شوي دي.
تيره شپه دهرات ولايت په کرخ اولسوالۍ دسړک جوړولو په مزدورانو دتندلارو بريد کې ٩ مزدوران وژل شوي دي.
ددغه پيښې په اړه دولايتي پوليسو وياند عبدالروف احمدي خبريالانو ته وئيلي دي چې طالبانو دهرات څخه بادغيس ته په غځيدلې لويه لاره دهغوي په کيمپ په داسې حال کې حمله کړې چې هغوي اودۀ وؤ
دخالي په ورځ جنوبي ولايت هلمند کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول پينځه اولسي وگړي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دهلمند دوالي وياند عمرځواک په دغه اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دهلمند په مرجه اولسوالۍ کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنې سره ديو گاډي دټکر کيدو له امله پينځه اولسي وگړي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل چې دغه کسان ولايتي سرښار لشکرگاه ته دسودسودا اخستو لپاره روان وؤ.
دپوليسو يو وياند وائي چې دهلمند په موسي قلعه اولسوالۍ کې دجمعې په ورځ دمائن يوې چاؤدنې درې ښځې وژلي دي.
دملگرو ملتونو ديو راپور ترمخه دسږکال په لمړو شپږو مياشتو کې افغانستان کې داولسي وگړو دوژنې کچه کې ٢٣ فيصده اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG