لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې په سوله او جنګ کې یو انتخاب کړي: اشرف غني


د افغانستان صدر محمد اشرف غني نن د کندهار په هوايي ډګر کې یوې غونډې ته په وینا کې په طالبانو غږ کړی چې د سولې مسئله دې ګاونډیانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي چې له ګاونډیانو سره د دولتونو په کچه مسایل وڅیړل شي.

نن په کندهار کې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د دوه ایچ ۶۰ اې بلېک هاک هېلی کاپټرو د سپا رلو په مناسبت جوړه شوې غونډې ته په وینا کې صدر اشرف غني ویلی طالبان دې د افغان امنیتي ځواکونو د ماتولو خیال له خپلو سرونو وباسي.

صدر اشرف غني وویل "که طالبان دا فکر کوي چې افغان ځواکونه یې مات کړي دي دا خام فکر دې له سر څخه وباسي. دوی یو انتخاب لري یا دې سوله وکړي، مونږ هم وینه تویول نه غواړو مونږ د خپل ځان دفاع کوو جنګ بس دی یوازنۍ لار سیاسي لار ده ".

صدر غني وویل چې طالبان دې بین الافغاني سوله وکړي، دوی افغان اردو، افغان امنیتي ځواکونه او افغان هوايي ځواک نه شي ماتولای.

هغه د افغان لانجې د هوارولو یوازینۍ لار بین الافغاني سوله وګڼله او ويې ویل چې طالبان کندهار ته په جنګ نه شي راتللای، بلکې هغوی یوازې او یوازې کندهار ته د سولې له لارې راتلی شي.

صدر غني پر طالبانو غږ وکړو چې د سولې مسئله دې ګاونډیانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي چې له ګاونډیانو سره د دولتونو په کچه مسایل وڅیړل شي.

دې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن په خپله وینا کې وویل چې د امریکا د صدر ډانالډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د نوې ستراتیژۍ له اعلان را وروسته طالبان کمزوري شوي دي.

جنرال نیکولسن د ترهګرۍ پر وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه د نړۍ لپاره ډېره مهمه وګڼله.

جنرال نیکولسن وویل " سږکال افغان ځواکونو ۱۵۰۰ عملیات ترسره کړي، دا شمېره مخ په زیاتېدو ده، افغان امنیتي ځواکونه په تکنیکي لحاظ مجهز شوي او د افغان هوايي ځواکونو منسوبین مجاهدین دي".

د کندهار په هوايي ډګر کې افغان هوايي ځواک ته د دغو هېلي کاپټرو د سپارلو لپاره ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دغو دوو بلیک هاک هلیکوپټرونو سپارل د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان یوه برخه ده.

د دفاع وزارت وايي امریکا به د ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان ته ۱۱۹ بلیک هاک هلیکوپټرونه برابر کړي. ټاکل شوې چې د دغه څلورکلن پلان تر پایه به افغانستان د ۱۱۹بلیک هاک هیلکوپټرونو په ګډون ټولې ۱۵۹ ډول ډول جنګې او ټرانسپورټي الوتکې تر لاسه کړي.

د وي او ای اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG