لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پولې ته نزدې افغان ځواکونو ۶۰ جنگيالي وژلي


د افغانستان د پکتيکا صوبې د پاکستان د قبائيلي علاقې سره اوږده پوله لگېدلي ، او وئيل کيږي په دغه سيمه کې حقاني شبکه څوک چې د افغان طالبانو ملاتړه ډله ده ، فعاليت لري .
د افغانستان د پکتيکا صوبې د پاکستان د قبائيلي علاقې سره اوږده پوله لگېدلي ، او وئيل کيږي په دغه سيمه کې حقاني شبکه څوک چې د افغان طالبانو ملاتړه ډله ده ، فعاليت لري .
د رائټرز خبرې ادارې ترمخه افغان ځواکونو د پاکستان پولې ته نزدې د بهرنو هوائي ځواکونو په مرسته د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات کړي ، او په دغو عملياتو کې ۶۰ تندلاري وژل شوي دي .
رائټرز په خپل رپورټ کې د افغانستان د استخباراتي ادارې (اين ډي ايس ) لخوا وئيلي ، چې دغه عمليات په داسې حال کې شوي دي . چې کله د وسله والې حقاني شبکې او نورو بهرنو جنگيالو ۳۰۰ کسانو د پکتيکا صوبې په زيرک ضلع کې د افغان ځواکونو په مرکز د بريد هڅه کوله .
د افغانستان د پکتيکا صوبې د پاکستان د قبائيلي علاقې سره اوږده پوله لگېدلي ، او وئيل کيږي په دغه سيمه کې حقاني شبکه څوک چې د افغان طالبانو ملاتړه ډله ده ، فعاليت لري .
پکتيکا کې د شوؤ عملياتو په اړه د نيټو ځواکونو د څه وئيلو نه ډډه کړې ده .
راپورونه وايي د امريکايي چارواکو د خلې وايي چې واشنگټن د افغانستان څخه د وتو وړاندې د حقاني نيټ ورک په ضد عمليات زيات کړي دي .
دکال ٢٠١٢م د ستمبر په مياشت کې امريکې حقاني نيټ ورک د بهرنو ترهه گرو پخپل فهرست کې شامل کړى ؤ .
حقاني نيټ ورک افغانستان کې دامريکائي ځواکونو تر ټولو لويه دښمنه ډله گڼلى شي ، او دغه ډله د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه کې خپلې مضبوطې ځالې لري .
امريکا دتيرې ډيرې مودې راهسې دپاکستان په استخباراتي شبکې ائي ايس تور لگوي چې په افغان جگړه کې دحقاني نيټ ورک مرسته کوي ، خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG