لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان پوځ مشر: د ولسمشرغني او عطانور پر اختلافاتو پوځ هیڅ غونډه نه ده کړې


افغان صدر اشرف غني

د افغان پوځ مشر جنرل محمد شریف یفتلي د وال سټریټ جرنل هغه رپوټ رد کړ چې وایي پوځ په افغانستان کې د بلخ ولایت پر سر د سیاسي اختلافونو په اړه غونډه رابللې ده. یفتلي وایي نه په دې اړه څه غونډه شوې او نه پوځ د هېواد په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.

جنرل یفتلي د چارشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو او مالوماتو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پوځ یې په سیاسي چارو کې بشپړ بې طرفه دی او د خپلو ملي ګټو په خاطر یواځې د امنیتي ځواکونو د عمومي مشر امر ته غاړه ږدي.

وال سټریټ جرنل ورځپاڼې یو رپوټ کې وایي ولسمشر غني په دې وروستیو کې د خپلو امنیتي ځواکونو د چارواکو یوه ځانګړې غونډه را بللې او د هغوی ملاتړ یې غوښتی، چې که د بلخ له پخوانی والي عطامحمد نور سره مذاکرات ناکامه شي نو د هغه په ضد دې پوځي عملیات وکړي او د ولایت دفتر دې په خالي کړي.

وال سټریټ جرنل د افغانستان د پارلمان د یوه غړي- چې نوم یې نه دی څرګند- له خولې وایي، د افغانستان د ګډو ځواکونو مشر- په خټه تاجک- د ولسمشر غني د دې خبرې په اورېدو د احتجاج په توګه له غونډې دباندې و ووت. خو د ولسمشر غني یوه لوړپوړي مرستیال دا خبر رد کړی دی.

په کابل کې د څېړنې او پالیسۍ د مرکز مرستیال مشر او څېړونکي هارون میر وایي، د افغان حکومت او د مستعفی والي عطانور تر منځ شخړه نوره د دوو شخصیتونو تر منځ شخړه نه ده، چې که هر یو ماتې وخوري نو هغه به ځي:

"دا اوس د جمعت ګوند، د ولسمشر غني حکومت او پخپله ولسمشر غني ته د سیاسي بقا مسئله ده"

وال سټریټ جرنل ورځپاڼه وایي، تېره اوونۍ د عطامحمد نور کاروان د بلخ په مرکز مزارشریف کې لیدل شوی، چې وايي شپږ بکتربند موټر او دوه نور موټر چې پر سر یې کلاشینکوفونه نصب وو په تېزۍ سره په ښار کې تېرېدل او خبرپاڼې یې ښکاره کولې، چې دغه نعرې پر لیکل شوې وې: "عطا پوځي قومندان، عطا د صنعت کپتان، عطا د ایتلاف جوړوونکی".

عطامحمد نور پخوانی مجاهد او د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر دی، چې له شاوخوا دیارلس کلونو راهیسې د أفغانستان د شمالي ولایت بلخ والي یا ګورنر وو، خو تېره میاشت ولسمشر غني هغه مجبوره کړ، چې له خپلې دندې استعفی وکړي

د افغان ولسمشر او د بلخ د پخواني والي تر منځ شخړه اوس نړیوال رنګ اخیستی او امریکه یې هم مجبوره کړې چې د دې شخړې په حل کولو کې خپل نقش ولوبوي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جان نیکولسن هم دې جنجال اندېښمن کړی او د تېرې دوشنبې په ورځ یې په هلمند کې ویلي، چې دواړه لوري په خپل موقف کې سم دي:

"که چېرې دا ټاکل شوې چې مذاکرات وشي نو دا لوی بری دی، چې سیاسي مخالفتونه د خبرو له لارې له تشدده پرته هم حل کېدای شي"

رپوټونه وایي کله چې ولسمشر غني عطامحمد نور له خپلې دندې لرې کړ، نو د امریکايي ځواکونو له خوا روزل شویو افغان ځواکونو ته یې امر وکړ، چې هغه له خپل دفتره وباسي. وال سټریټ جرنل د بلخ د یوه سرکاري چارواکي له خولې وایي، عطامحمد نور د حکومت د دې ګواښ له کبله پر خپلو پلویانو کلاشینکوفونه ووېشل او دا اندېښنه پیدا شوه چې هسې نه د ۱۹۹۰م کال غوندې کورنۍ جګړه پیل شي

د تازه رپوټونو له مخې انجینېر محمدداود، چې د بلخ د نوي والي په توګه اعلان شوی بلخ ته تللی دی او هلته به د خپل پلار د جنازې او ښخېدو په مراسمو کې ګډون وکړي. دا څرګنده نه ده چې هغه به هلته سیاسي فعالیت هم ولري که به بیرته کابل ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG