لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ځانمرگي برید، ٣٦ کسان مړه


تیره میاشت د کندوز ولایت په امام صاحب اولسوالۍ کې هم ځانمرگي برید شوی وو
تیره میاشت د کندوز ولایت په امام صاحب اولسوالۍ کې هم ځانمرگي برید شوی وو

د افغانستان په شمال کې د گل په ورځ د افغان فوج د بهرتۍ په مرکز باندې ځانمرگې حمله شوې ده، په نتیجه کې يي لږ تر لږه ٣٦ کسان وژل شوې دي.

چارواکې وائي په کندوز ښار کې شوې حمله کې ۴٢ کسان زخمیان شوې هم دي. په وژل شوؤ او زخمیانو کې فوجیان، ملکي کسان او په فوج کې د بهرتۍ خواهش لرونکې رضاکار شامل دي.

کندوز کې د فوج د بهرتۍ په مزکر باندې دا دویمه حمله وه. د تیر کال د سمبر په میاشت کې هم په دې مرکز باندې شوې حمله کې اته کسان وژل شوې وو.

په کندوز ولایت کې د تشدد په پیښو کې اضافه شوې ده. تیره هفته د صوبې د پولیسو مشر عبدالرحمان سید خیلي کندوز ښار کې په ځانمرگي برید کې وژل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG