لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ځانمرگي حمله، ٢۴ کسان وژل شوې


افغان صدر حامد کرزۍ پکتیکا کې د طالبانو د برید غندنه کړې ده. چارواکي وائي ځانمرگي حمله کې بې وسله ملکي کارکونکې وژل شوې دي
افغان صدر حامد کرزۍ پکتیکا کې د طالبانو د برید غندنه کړې ده. چارواکي وائي ځانمرگي حمله کې بې وسله ملکي کارکونکې وژل شوې دي

د افغانستان په ختیز پکتیکا ولایت کې د گل په ورځ د یوې تعمیراتي کمپنۍ په دفتر درې ځانمرگي حمله کونکو برید کړې دی، په نتیجه کې يي لږ ترلږه ٢۴ کسان وژل شوې دي.

چارواکې وائي حمله کونکو وړمبی د کمپنۍ محافظ اوژلو او بیا يي په ټرک کې ایښودی شوې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړل.

د پکتیکا ولایت حکومتي ترجمان وئیلې په حمله کې وژل شوې کسان غیر فوجې کارکونکې وو.

صدر حامد کرزۍ د حملې غندنه کړې ده او طالبانو د برید ذمه واري په غاړه اخستې ده.

او په کونړ ولایت کې طالبانو داتوار په ورځ وئیلې د پولیسو په شمول يي ٥٠ کسان اغوا کړې دي. د کونړ د پولیسو مشر خلیل الله ځائي وئیلې اغوا شوې پولس افسران د څلورو موټرو یو کاروان کې شامل وو چې په چپه دره کې يي سفر کولو. هغه زیاته کړې دغه پولیس افسرانو وسله نه لرله.

طالبانو یو ترجمان د اغوا د پیښې تصدیق کړی دی. خو دا يي نه دې ویئلې چې د اغوا شوؤ کسانو سره په څه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG