لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیټو د ملکي کسانو په وژنه بخښه غوښتې


په هرات ولایت کې د اټلي عسکرو په انگڼ باندې دوه ځانمرگي حمله کونکو برید کړی. د تلافاتو په حقله رپورټونه په سملاسي توگه نه دي راغلې
په هرات ولایت کې د اټلي عسکرو په انگڼ باندې دوه ځانمرگي حمله کونکو برید کړی. د تلافاتو په حقله رپورټونه په سملاسي توگه نه دي راغلې

نړي والو ځواکونو په جنوبي افغانستان کې د هاغه ملکي کسانو په وژنه بخنښه غوتې چې د خالي په ورځ د نیټو په هوائي کاروائي کې مړه شوې دي.

نړي والو ځواکونو د گل په ورځ یو بیان کې د هلمند په نوذاد اولسوالۍ کې د نهه کسانو په وژنه معافي غوښتې ده.

خو افغان چارواکې وائي د نیټو په هوائي برید کې ١۴ کسان هاغه وخت اوژل شول کله چې دوه کورونه په بمبارۍ کې اولگیدل. د افغان چارواکو د وینا ترمخه، په پیښه کې دوه زنانه او ١٢ ماشومان اوژلی شول.

د افغانستان صدر حامد کرزۍ په جنوبي هلمند ولایت کې د نیټو ځواکونو په هوائي بمبارۍ کې د ملکي کسانو په وژنه د هاغه په وینا نیټو ته ورستی خبرداری ورکړی دی.

حامد کرزۍ د پیښې غندنه کړې ده او وئیلې يي دې د غیر مربوط کاروایانو په نتیجه معصوم افغانان وژل کیږي. حامد کرزۍ د ډیر وخت راهسې غوښتنه کوي چې نړي وال عسکر دې د شپې په وخت د یاغیانو خلاف کاروایانو نه ډډه اوکړې او د ملکې کسانو وژنه کمولو په خاطر دې د افغان ځواکونو سره رابطه کوي.

ځائې چارواکو ویئلې د امریکا میرین ځواکونو په مرکز باندې د حملې ورستو د نیټو هوائي جهازونو په سیمه کې کاروائي اوکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG