لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان له ایرلنډ سره دوهمه لوبه ولې و بایلله؟


اشفاق مومند

د افغانستان کرکټ ډلې له ایرلنډ څخه خپله لومړۍ سیالي د ډیرو رنزونو په توپیر وګټله کوم چې یو ورځنۍ لوبو ته د راتګ وروسته د ډلې مورال د ښه کولو لپاره زیاته ضروري وه خو دویمه سیالي کې د ماتې سره مخ کیدلو یو څّه د لوبغاړو کمزورۍ په ګوته کړې.

لومړی د ائیرلینډ ډلې ته د ډیرو رنزونو ورکولو کمزورۍ باید چې پام کې ونیول شي ځکه چې د تجربه کار بالرانو په شتون کې د ډلې سره ضروري ده چې د پینځو پرځائ شپږم بالر هم ولوبول شي څنګ چې ایيرلینډ دا کار وکړ. دغه کار د مخالف ډلې سيټ بیټسمین ته مشکل جوړولی شي او داسې تجربې اکثره کامیابې شوې دي.

بله دا چې راشد خان زیات پام له بالینګ څخه څنګ ته شوی و او هغه خپله هم دا منلې وه چې پام یې د بیټنګ اړخ ته اړولی نو د هغه دغه کوشش په میدان هم ښکاره معلومیږي چې د بالر په حیث د هغه کامیابي کمه شوې.

د 271 رنزونو هدف ته رسیدو لپاره شورع د افغان کرکټ ډلې بده نه وه خو د تجربه کار بیټسمینانو په کریز د اوږدې لوبې کولو او د لائن نه بهر بال باندې د سکور کولو کوم هڅه او کوښښ ونه لیدل شو.

پرله پسې اوټ کیدل او په کریز د بالنګ جایزې اخیستلو بغیر د چټکې او تیزې لوبې کولو یا شارټ وهلو سره خپله غیر ذمه واره رویه ښکاره کړه.

په یو وخت د پینځه وکټو پریوتو وروسته په شپږ اووره کې د اتیاو کم رنزونه پاتې و خو د بې تجربه کار بیټسمین ناصر جمال سره تجربه کار محمد نبي، راشد خان ، ګلبدین نایب او شفیق الله په چټکۍ سره خپلې وکټې ډير په اسانۍ سره د اییرلینډ په مقابل کې له لاسه ورکړې.

XS
SM
MD
LG