لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغرستانکزی د ناروغۍ له امله نړیوال جام لپاره په غوراوي سیالیو کې نه لوبېږي


د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی د ناروغۍ له امله د ٢٠١٩م کال د کرکټ د نړیوال جام لپاره په زمبابوې کې له غوراوي سیالیو څخه بهر شوی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د یو اعلان تر مخه د ستانیکزي د اپینډکس جراحي شوې ده او له همدې امله په مارچ میاشت کې کېدونکو د غوراوي سیالیو کې د هغه ګډون مشکوک دی.

له جراحۍ وروسته به تر لس ورځو پورې ښاغلی ستانکزید لوبې نه پال کوي او تر ټورنامنټ وړاندې به له وارم اپ سیالیو بهر وي.

ډاکټران وايي له زمبابوې سره د سیالۍ لپاره به هغه جک جوړ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دې تر منځ سپین بالر راشد خان د راتلونکو لوبو لپاره موقتي کپتان ټاکلی دی.

کرکټر ډاټ کام په خپل یو خبر کې لیکي، راشد خان به په څلورم مارچ په غوراوي سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې کپتان وي.

دېرش کلن اصغر ستانکزید لوبې په منځ بېټنګ کوي او په ٨٣ یو ورځنۍ لوبو کې یې تر اوسه د ٢١.١۴ منډو په اوسط ١٥٦٥ منډې جوړې کړې دي.

د ای سي سي د نړیوال کرکټ جام د سیالیو لپاره په غوراوي سیالیو کې افغانستان د (ب) ډلې برخه ده، چې له زمبابوې، نیپال، هانګ کانګ او سکاټلېنډ سره به لوبې کوي.

ټاکل شوې چې د مارچ په ۴مه نېټه افغانستان له سکاټلېنډ او د مارچ په ۶مه یې له زمبابوې سره لوبه وکړي.

د ټورنامنټ د دواڼو ډلو درې درې غوره کرکټ لوبډلې به په دویمه برخه کې بیا یو بل ته مخامخ کېږي او دوه ډلې به په انګلیستان وېلز کې د ٢٠١٩م کال د نړیوال کرکټ جام سیالو لپاره غوره وګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG