لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان ۱۲ کسيزه پارليماني پلاوی اسلام اباد ته رارسېدلې


صبا د نهې په ورځ به د پاکستان او افغانستان د پارليماني غړو ترمينځ د دوه ورځنو مذاکراتو باقاعده پېل کيږي .
صبا د نهې په ورځ به د پاکستان او افغانستان د پارليماني غړو ترمينځ د دوه ورځنو مذاکراتو باقاعده پېل کيږي .

د افغانستان د مشرانو د جرگې (برني ايوان) او اولسي جرگې (ښکتني ايوان) ۱۲ کسيزه پلاوی نن د گل په ورځ د پاکستان پلازميني اسلام اباد په درې ورځنۍ دوره رارسېدلی دی ، او دغه پلاوی به د پاکستان د سياسي او پارليماني مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيکو ، امنيتي چارو ، دوه اړخيزه تجارت سره په نورو امورو خبرې اترې کوي .

د افغانستان نه د راغلي پلاوي مشري د مشرانو د جرگې او نړيواله امورو د کمېشن غړی بازمحمد زرمتي او د اولسي جرگې د نړيوال کمېشن غړی عبدالقادر زازی کوي ، او صبا د نهې په ورځ به د پاکستان او افغانستان د پارليماني غړو ترمينځ د دوه ورځنو مذاکراتو باقاعده پېل کيږي .

د افغانستان د پلاوي مشر عبدالقادر زازي د پاکستان د سفر په اړه ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې د پاکستان د پارليماني غړو سره ليدنه کې به د امنيتي او تجارتي ستونځو ترڅنگ په نور امورو هم خبرې اترې کوؤ .

زازي ووئيل د افغانستان دپاره د پاکستان نوې تگ لاره ، او په ځانگړې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف چې د ترهگرو په ضد کوم موقف خپل کړی دی ، چې يوه نظامي محکمه جوړي که څه هم په جمهوريت کې نظامي محکمې سمه خبره نه ده ، خو زه يي ستائينه کوم ، ځکه چې دغه خبره يي په ټول گونديز کانفرنس کې شوې ده . هغه زياته کړه دا موقف چې دواړو خواؤ ته به ترهگرو نه پرېږدو زه يي تائيد کوم .

نوموړي زياته کړه ، د دواړو هېوادونو ترمينځ تعلقاتو کې د پخوا په نسبت د اعتماد څه فضا رامنځته شوې ده ، او د هغې وجه دا ده چې د پاکستان حکومت وس په دې خبره پويې شوی دی چې د افغانستان او پاکستان دښمن يو دی ، او مونږ ۱۳ کاله هم دويي ته دغه خبره کوله ، وس چې مونږ د پاکستان د پارليماني غړو سره دغې خبرې کولې نو د دويي نظريه هم د پخوا په پرتله ډېره بدله شوي ، او دويي غواړي چې افغانستان سره رښتوني دوستي وکړي ، خو خدايي وکړي چې دا رښتيا شي .

هغه ووئيل مونږ تل د پاکستان سره مرستې کړي ، او وس هم چې زمونږ په وس کې څومره وي هغه که د ترهگرۍ په خاتمه کې وي يا بل مد کې ، مونږ به بيا هم خپلو مرستو ته دوام ورکوؤ .

د پاکستان د دفاعي چارو د قائمه کميټۍ غړی سينيټرحاجي عديل (عوامي نيشنل پارټي) د افغانستان او پاکستان د پارليماني غړو ترمينځ خبرې اترې د دوه اړخيزه اړيکو په گټه بلي .

ډيوه ريډيو سره خبرو کې حاجي عديل ووئيل ، چې د پارليمان غړي په دې خبره يو دي چې دوه اړخيزه تعلقاتو کې پرمختگ او په ځانگړې د ترهگرۍ د خاتمې دپاره به د دواړو هېوادونو حکومتونو ته يو بل سره مرسته کول ، د ښو او بدو طالبانو توپير د مينځه وړل وي ، گنې تاوان به يي دواړو لورو ته اوړي .

هغه ووئيل ، افغانستان کې به بدامني او پاکستان کې به امن وي دا ممکن نه ده ، او د دواړو هېوادونو پارليماني غړي په دې خبره يو دي چې د ښو او بدو طالبانو توپير، او پاکستان پلوه او افغانستان پلوه طالبانو مسله دې د مينځه لرې کړی شي ، افغانستان دې د فضل الله او پاکستان دې د حقاني ډلې په ضد گامونه پورته کړي .

د پاکستان او افغانستان د پارليماني غړو ترمينځ چې وخت په وخت مذاکرات کيږي ، وسنۍ دوره د دغې لړۍ ۱۲م پړاؤ دی .

د افغانستان د پارليماني غړو پلاوي په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی دی ، چې پېښور کې په سکول د بريد وروستو پاکستان د ترهگرۍ په ضد نوې تگ لاره اعلان کړې ، او د دغې بريد پړه په لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان اچوي . او اسلام اباد د کابل نه غوښتنه کړې ، چې افغان حکومت دې په خپله خاوره د ترهگرو په ضد کاروايي وکړي .

د افغانستان پلاوی به د پاکستان دوره کې د دغه هېواد صدر ممنون حسېن ، وزيراعظم نوازشريف او خارجه امورو او قامي سلامتۍ دپاره د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز سره هم ويني .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG