لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هالینډ عسکر د افغانستان نه ستانه شوې


د هالینډ عسکر د افغانستان نه ستانه شوې
د هالینډ عسکر د افغانستان نه ستانه شوې

امریکا، اسټریلیا، سلویک او سنگاپور به په شریکا اورزگان کې د هالینډ په ځائې خپل ځواکونه پرځائې کوي. هالینډ په سیمه کې ١٦،٠٠ عسکر لرل.

د هالینډ پوځي دستې د اتوار په ورځ افغانستان نه بیرته خپل هیواد ته تگ شورو کړی او دا رنگ د افغانستان په مرکزي اورزگان ولایت کې يي خپل مشن تړلی.
هالینډ په کال ٢٠٠٦ کې افغانستان ته عسکر لیږلې ؤ. په څلورو کلونو کې هالینډ ٢۴ عسکر په افغانستان کې د لاسه ورکړې دي.
هالینډ وړمبې هیواد دی چې د افغانستان نهه کلن جنگ نه يي خپل ځواکونه راویستلې دي.
امریکا، اسټریلیا، سلویک او سنگاپور به په شریکا اورزگان کې د هالینډ په ځائې خپل ځواکونه پرځائې کوي. هالینډ په سیمه کې ١٦،٠٠ عسکر لرل.
بل خوا، په جنوبي قندهار ولایت کې د مسافرو یو بس سره نزدې د سړک په اغاړه د بم جاؤدیدو له امله شپږ ملکي تنان وژل شوې دي. پیښه کې نهه نور کسان زخمیان شوې دي.
د بمي برید مسئولیت چا په غاړه نه دې اخستی، خو په دې روستیو ورځو کې طالبانو قندهار کې خپل فعالیتونه تند کړې دي چې پکښې په افغان او نړي والو ځواکونه هم شامل دي.
طالبان د سړک په غاړه بمي چاؤدنو کې نړي وال ځواکونه په نخښه کوي خو په چاؤدنو کې زیاتره ملکي کسان وژل کیږي.
او په سرښار کابل کې په سلگونو خلکو د نیټو په یو برید کې د ٥٢ ملکي تنانو د وژل کیدو خلاف مظاهره کړې ده. خو نیټو د جولائې د میاشتې په ٢٣ نیټه شوې برید کې د ملکي تنانو د وژل کیدو رپورټونه رد کړې دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG