لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله عبدالله وايي د انتخاباتوجزوي نتائج به نه مني


دویم پړاو کې مقابله د ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني وه. ډاکټر عبدالله عبدالله په ووټونو کې د هغه خلاف په پراخه کچه ددرغلۍ الزامات لگوي. عبدالله عبدالله په صدر حامد کرزي، صوبائي گورنرانو او د امنیتي ادارو په چارواکو په درغلۍ کې د ککړتیا الزامات لگوي
دویم پړاو کې مقابله د ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني وه. ډاکټر عبدالله عبدالله په ووټونو کې د هغه خلاف په پراخه کچه ددرغلۍ الزامات لگوي. عبدالله عبدالله په صدر حامد کرزي، صوبائي گورنرانو او د امنیتي ادارو په چارواکو په درغلۍ کې د ککړتیا الزامات لگوي

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو امیدوار ډاکټر عبدالله عبدالله ویلې د ووټونو جزوي نتائج به نه تسلیموي. انتخابي کمیشن نتائج د گل په ورځ اعلانوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله کابل کې خبریالانو ته وویل ترڅو صفا ووټونه د غیر صفا ووټونه نه بیل کړی شوي نه وي او د درغلۍ ټول الزامات حل کړی شوي نه وي د انتخاباتو نتائج به نه تسلیموي.

د جون د میاشت په ١۴ مه نیټه شوي د صدارتي انتخاباتو ددیم پړاؤ نتائج به د انتخاباتو کمیشن تیره هفته اعلانول خوبیا يي فیصله وکړه چې د ٢٠٠٠ پولنگ سټیشنو د ووټونو د څارنې انتظار دی نو ځکه دغه نتائج به د جولائي په اوومه نیټه اعلانوي.

دویم پړاو کې مقابله د ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني وه. ډاکټر عبدالله عبدالله په ووټونو کې د هغه خلاف په پراخه کچه ددرغلۍ الزامات لگوي. عبدالله عبدالله په صدر حامد کرزي، صوبائي گورنرانو او د امنیتي ادارو په چارواکو په درغلۍ کې د ککړتیا الزامات لگوي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله حریف اشرف غني چې د عبدالله عبدالله نه يي ١٠ لکه ووټونه زیات دي وايي نتائج دي بغیر د څه ځنډ اعلان کړی شي. اشرف غني عبدالله سره په اشتراک د حکومت تجویز رد کړی دی.

سنیټر کارل لیون د کابل د سفر په مهال د اتوار په ورځ دواړو امیدوارانو سره لیده کاته وکړل. هغه وویل عبدالله عبدالله او اشرف غني په پراخه کچه د ووټونو په څارنې اتفاق کړی دی. سنیټر لیون وویل د گل په ورځ اهم اعلان کیدونکی دی.

د صدارتي انتخاباتو جمود افغانستان کې د نسلي تاو تریخوالی راپارولی دی. اشرف غني پښتون دی او ډاکټر عبدالله عبدالله تاجک دی. سیاسي جمود په داسې حال هم رامینځته شوی چې طالبانو حملې تندې کړې دي او نیټو ځواکونه د سږ کال په اخیره کې د بیرته تگ تیاری کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG